د لاس رسي وړ اتصالات

نن په زرگونه افغان عسکرانو خپل د فراغت سندونه واخستل


د ملي اردو په چوکاټ کې د پوره پوځي روزنې وروسته نن په زرگونه کسانو ټولنې ته د خدمت کولو په هدف خپل د فراغت سندونه واخستل.

دغو د زرو زیاتو عسکرو د لسو اونیو په موده کې اساسي زده کړې چې د تعلیم او تربیې، د خلکو سره د چلند، مختلفو وسلو استعمال او د جگړې تکتیکونه د کورنیو او بهرنیو استادانو نه لاسته راوړی.

د کابل د تعلیمي مرکز قوماندان برید جنرال ارکان حرب محمد امین وردک وویل چې دغو سرتیرو دا زده کړي چې څه ډول د خپل هیواد او خلکو نه دفاع وکړي.

دغه څه کم یو زرو سل کسان چې فارغ شوي د مخدره موادو پرضد او په پیاده او مسلکي کنډوکونو کې شامل شوي دي.

تیره ورځ د مشورتي بورد او انسجام په گډ کنفرانس کې پریکړه وشوه چې د افغانستان د اردو شمیر د دوه زره یوولس کاله پوری یو سلو څلور دیرش زرو ته ورسول شي.

XS
SM
MD
LG