د لاس رسي وړ اتصالات

بوش او کرزی د افغانستان د ملي اردو په پراخولو خبرې کوي


سپینه ماڼۍ وايي، جمهور رئیس بوش او د افغانستان جمهور رئیس په را روانه اونۍ کې په سپینې ماڼۍ کې گوري.

په هغه خبرپاڼه کې چې سپینې ماڼۍ نن خپره کړه، ویل شوي چې دواړه جمهور رئیسان به د سپتمبر په ٢٦مه وگوري او د ملي اردو د پراخولو په باب به خبرې وکړي. دوی به د نړیوالې ټولنې پر هغو هڅو هم وغږيږي چې هدف یې په افغانستان کې د امنیت ټینگول، د ښې ادارې رامنځته کول او د ملک بیارغونه ده.

د سپتمبر له ٢٢مې نه تر ٢۴مې په نیویارک کې د ملگرو ملتونو د مشرانو غونډه دایریږي.

جمهور رئیس بوش او جمهور رئیس کرزې له دې وړاندې د مۍ په میاشت کې په مصر کې له یوه بل سره کتلي وو.

د سپینې ماڼۍ خبرپاڼه وايي، دواړه جمهور رئیسان به د امریکا او افغانستان تر منځ د ستراتیژیکې همکارئ په اړه په راروانو خبرو هم بحث وکړي.

XS
SM
MD
LG