د لاس رسي وړ اتصالات

په عرا ق کې په دوه موټر بمو نو کې دولس کسان ووژل شول


د عراق چارواکى چې دددو موټر بمونو په چاودنه کې ١٢ کسان وژل شوېدى او تر ٣٠ نه زېات ېې نن ددوشنبى په ورځ په بغداد کې زخمى شوېدى.

رپوټ واېې چې په همدغه وخت کې دامرېکا ددفاع وزېر رابرت گېټس دعراق په سفر بوخت دى.

عراقى چارواکى واېې چې د واړه بمونه د بغداد د کرادا په سېمه کې چې د ئښار مرکزى برخه تشکېلوى په ېوبل پسى په ډېر کم وخت کې وچاودول شول.

په عېن حال کې گېټس نن بغداد ته ورسېده چې له عراق نه دعسکرو د وتلو تاثېر وگورى. داعسکر تېرکال د عسکرو د زېاتولو پروخت هلته لېږل شوى وو.

ددې عسکرو په وتلو سره به د امرېکا د عسکرو د جگړى قدرت په سلو کې پنځه وېشت راکم شى. خو سره له دې به هم د عسکرو دزېاتوالى له وخت نه لږ زېات وى.

دامرېکا ددفاع وزېر رابرټ گېټس واېې چې دعراق شخړه اوس ېوه نوي پړاو ته ور داخلېږى. په دې وخت کې امرېکا عراق ته د ېو ملاتړ نقش لرى.

ددغه سفر اعلان مخکى نه و شوى.

تر دې ېوه ورځ مخکى دامرېکا ستر جنرال ډېوېډ پېټرې ېس په عراق کې دامرېکا د عسکرو قومانده برېد جنرال رې اوډېرنو ته ور وسپارله.

ستر جنرال پېټرې ېس به دامرېکا د مرکزى قوماندى رئېس شى او د اکتوبر په مېاشت کې به پېل شى. دهغه په نوو مسوولېتونو کى به پراخه سېمى دافرېقا له ښکر نه نېولى تر مرکزى اسېاپورې سېمى شاملى وى.

په دې سېموکې به عراق او افغانستان هم شامل وى.

رپوټ واېې چې امرېکا او عراق په ېوه داسى تړون باندى کار کوى چې دهغه دمقرراتو له مخى به په عراق کې د امرېکا د عسکرو موجودېت او دهغوى وظاېف ټاکل کېږى.

دا کار به وروسته له هغه نه وشى چې دملگرو ملتونو له خوانه چې دامرېکا عسکرو ته په عراق کې دموجودېت واک او اختېار ورکړل شوېدى هغه پاېته ورسېږى.

دغه اجازه نامه د سږکال ترپاېه پورې پاېته رسېږى.

XS
SM
MD
LG