د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکايي شرکتونو مالي ستونزو پر نړیوالو مارکیټونو ناوړه اغېزه کړېده


د امریکا د یوه ستر بانک د دیوالي کېدو او افلاس او ددغه ملک په اقتصاد کې د ځینو نورو مشکلاتو له کبله نن په دوهمه ورځ په ټوله نړۍ کې د اسهامو نرخونه رالوېدلي وو.

په توکیو کې نیکي پنځه فیصده بایللي او په هانگ کانگ کې د سهامی شرکتونو د ونډو د راټیټېدو فیصدي له دې نه هم زیاته وه.

نن په اروپا کې هم د اسهامو قیمتونه رالوېدلي وو. د لندن فایننشیل ټایمز درې فیصده وبایلل. دا په تیرو دریو کلونو کې ددغې شرکت د اسهامو تر ټولو لوی تاوان گڼل کېږی.

د روسیې د انټرفاکس خبري آژانس خبر ورکړی چې د روسیې اسهام له لسو فیصدونه زیات ټیټ شوېدی. په همدی سبب د ملک مارکیټونه له سخت مشکل سره مخ شوي دي.

په عین وخت کې، د اروپا او آسیا مرکزي بانکونو ددې لپاره اقتصادي مارکیټونو ته په میلیاردونو ډالر ورکړي چې له نېستی او مفلسۍ نه یې وژغوري.

د امریکا د مرکزي بانک چارواکي نن په واشنگټن کې غونډه کوي. ټاکل شوې ده چې د ملک د اقتصادي مشکلاتو د اوارولو لپاره چارواکي د سود د فیصدئ د راکمولو پریکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG