د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو سرمنشي: په ناټو کې د گرجستان ورگډېدو ته لاره خلاصه ده


د شمالي اتلانتیک تړون یا ناټو سرمنشي، یاپ دي هوپ شیفر وايي، د گرجستان لپاره لاره پرانیستې ده چې ددغه تړون غړی شي که څه هم روسیه ددې کار مخالفت کوي.

ښاغلي شیفر دغه خبرې نن تبلیسي ته د خپل سفر پر وخت وکړې او ویې ویل چې ناټو به خپلې پراختیا ته ادامه ورکړي.

یاپ دې هوپ شیفر د دوشنبې په ورځ د ناټو د ٢٦ غړو هیوادونو له سفیرانو سره یو ځای د گرجستان پایتخت تبلیسي ته ورسېد.

هغه پر روسیې غږ وکړ چې له گرجستان سره د سولې په هغه تړون عمل وکړي چې د اروپا په منځگړیتوب لاسلیک شوی دی.

ښاغلي شیفر ونه ویل چې په دسمبر کې د ناټو په غونډه کې به په تړون کې د گرجستان په ورگډېدو خبرې وشي او که نه.

XS
SM
MD
LG