د لاس رسي وړ اتصالات

ملگرو ملتونو په افغانستان کې پر زیاتیدونکېو ملکي تلفاتو انتقاد کړی


ملگري ملتونه وايي، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د راپرځېدو وروسته په تیر اگست کې تر ټولو زیات ملکي خلک وژل شوي دي.

نن د سه شنبې په ورځ، د ملگرو ملتونو د بشري حقونو یوه لوړ رتبه چارواکي، ناوي پیلې په یوه خبر لېک کې وویل چې په تیره میاشت کې ٣٣٠ ملکي خلک وژل شوي دي . په دې جمله کې ٩٠ تنه د هرات د شینډنډ په ولسوالۍ کې د امریکايي قواوو د حملې په نتیجه کې ووژل شول.

ملگري ملتونه وايي، په روان کال کې ١۴ سوه ملکیان وژل شوېدی داشمېر د تیر کال د ملکي تلفاتو نه ۴٠ فیصده زیات دي.

د سم نیمايي ملکي خلکو د وژلو پړه پر طالبانو ور اچول کیږي.

د ملگرو ملتونو په دغه اعلامیه کې ښاغلی پیلي وايي، داسې شواهد شته چې ښيي طالبان په هغو خلکو کې ویره اچوي چې د دوی فکر کوي هغوی د افغان حکومت او نړیوالو قواوو ملاتړ کوي.

پیلې د نړیوالو قواوو له خوا د زیاتیدونکو بمباریو له آمله هم اندیښنه څرگنده کړې او غوښتنه یې کړې ده چې د ملکي تلفاتو مخه باید ونیول شي.

له بلې خوا، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې طالبانو په تیرو شپږو میاشتو کې ٧٢٠ افغان پولیس وژلي دي.

همدارنگه چارواکي وايي، طالبانو د کنړ په ولایت کې د افغانستان د استخباراتو یو مامور له خپلې میرمنې او دوو ماشومانو سره یو ځای په خپل کور کې وژلي دي.

XS
SM
MD
LG