د امریکا د پوځ قومندان د پاکستان د چارواکو سره د هغو ستوزو د هوارولو لپاره خبرې کړي چې د پاکستان په خاوره کې د امریکايي عسکرو د توغندیو د لگېدلو له آمله پیدا شوي دي.
د وسله وال پوځ لوی درستیز مایک مولن نن د چهارشنبې په ورځ د صدراعظم یوسف رضا گیلانو او د پاکستان د پوځ د قومندان اشفاق کیاني سره په جلا جلا ډول په اسلام آباد کې وکتل.
امریکايي عسکرو د پاکستان په قبایلي سیمه کې د مشکوکو ترهگرو پر مرکزونو بمباري کړې ده او دغه عسکر وايي چې د طالبان او القاعده طرفداران په قبایلي سیمه کې پټ شوي او له دغه ځایه په افغانستان کې پر قواوو حملې کوي.
د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گیټس نن په کابل کې وویل چې امریکا به له پاکستان سره د القاعده د مرکزونو په لمنځه وړلو کې مرسته وکړي.
ښاغلي گیټس وویل چې د قبایلو په سیمه کې د پاکستان د پوځ وروستیو عملیاتو ورته تمه پیدا کړې ده.
خو هغه په افغانستان کې د تشدد د پیښو د زیاتېدو پړه د پاکستان په خاوره کې پر فعالو جگړه مارانو ور واچوله.