د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغانستان او پاکستان په سرحدي پوله کې 'باید د خپلو عملیاتو شدت کم کاندي'


د سه شنبې په روځ برتانیی او پاکستان وړاندیز وکړ چی متحده ایالات دې د افغانستان او پاکستان په سرحدي پوله کې د خپلو عملیاتو شدت کم کاندي.

د پاکستان نوي جمهور رئیس آصف علي زرداري د برتانیی د صدر اعظم گوردن برون سره په لندن کی ولیدل او د دوننگ په نوم سړک کی یی د ښاغلي برون په رسمي استوگنځای کی د هغه سره د روغ بړ په ترڅ کې لاس ورکړ.

کله چی ښاغلی زرداري پدی اړه خبرې پیل کړی نو ښاغلی برون ورته وویل چی دی په حالاتو خبر دی او د پاکستان د موقف پر اندیښنی پوهیږي.

خو داسی ښکاریده چی د افغانستان او پاکستان په سرحدي برخه کی د تندلارو سره د امریکا پر مبارزې باندې دا د پردې تر شا نیوکه وه.

زرداري وویل دوی غواړي د دیموکراسی په راوستلو کی مرسته وکړي خو حالات د دیموکراسی سره مرسته نه کوي چې ځواب یی ورکړ شي.

هغه اعلامیه کی چی د دواړو مشرانو له خوا خپره شوه وایی د پاکستان او افغانستان حکومتونه غواړي چی دا ستونزه پخپله حل کړي.

ښاغلی زرداري د دوننگ ستریت په نوم سړک نه د باندې خبریالانو ته وویل چې هغه هیله من دی چی ښاغلی برون به د هغه نظر او پیغام نړیوالې ټولنی ته ورسوي.

د یو بل سره متقابل کار، اونورې هڅې او په حالاتو ځان پوهول، برتانیه تل تر بل هر هیواده د پاکستان پر کړکیچنو حالاتو ښه پوهیږي نو دا به ښه وي چی دوی زمونږ دا نظر نړی ته وړاندې کړی.

د دغې اعلامیی نه هدف د امریکا غوږ ته دداسی یوی نیوکی رسول دی چی په غیر معمولي توگه یی د پاکستان په خاوره کی دننه په قبایلي سیمه کی په پوځي عملیاتو لاس پورې کړی دی.

د امریکا دغه اقدام د پاکستان د خلکو غصه وپاروله او په اسلام اباد کی یی چارواکي دیته اړ کړل چی پدې اړه رسمآ انتقاد وکړي.

د سه شنبې غونډه پداسی وخت کی کیږي چی د پاکستان د پوځ ویاند وویل د هغه هیواد پوځي قواو امر کړی چی که امریکایی قواوی یو ځل بیا د افغانستان د سرحدی برخې نه ا ه خوا د پاکستان په خاوره کی دننه عملیات پیل کړی نو دوی به پې په پوځي بڼه مخه ونیسي.

زرداري چی د پامستان د پیپلز گوند د پخوانی مشری د پامستان د پخوانی صدراعظمې بینظیر بوتو میړه و تیره اونی د پرویز مشرف پر ځای د هغه هیواد د جمهور رئیس په توگه وټاکل شو.

پر ښاغلی مشرف باندی دا انتقاد و چی د واشنگتن سره ډیر نږدې دی او خپل امر د جمهور رئیس بش نه تر لاسه کوي.

XS
SM
MD
LG