د لاس رسي وړ اتصالات

په بغداد کې په دوه موټر بمو نو کې اته کسان وژل شوېدى


په عراق کې دددو موټر بمونو په چاودنو کې اته کسان وژل شوېدى. چارواکى واېې دادواړه موټر بمو نه په لوېدېز بغداد کې وچاودېدل اوپرمړو سر بېره ېې لږ تر لږه شل کسان زخمى کړل.

رپوټ واېې چې دواړه موټر بمونه ېو په بل پسى ېو څودقېقې وروسته وچاودېدل. مرگ ژوبله اوس په عراق کې د تېرو څلورو کلونو په پرتله ډېره کمه شوېده.

خو ددى اونى په اولو شپو ورځو کې ددوشنبى په ورځ ٣۴ کسان ووژل شول.

د سه شنبى په ورځ جنرال رې اوډېرنو په عراق کې دامرېکا جگپوړه قوماندان سو او د پخوانى جنرال ډېوېډ پېټرېېس ځاې ېې ونېو. د جنرال ډېوېډ پېټرې ېس په باب وېل کېږى چې په عراق کې ېې د مرگ ژوبلى له کمولو سره مرسته کړېده او په عراق کې ېې د امرېکاېې عسکرو د زېاتېدو څارنه کوله.

په عرا ق کې د امرېکا نوى جگپوړه قوماندان جنرال اوډېرنو ووېل هغه امنېتى حآلات چې په عراق کې منځته راغلى دى هغه بېرته خرابېدلى شى.

هغه خبردارى ورکړ چې په عراق کې دامنېت چارې لاتراوسه پورې په بشپړ ډول سرته ندى رسېدلى.

رپوټ واېې هغه وخت چې جنرال پېټرې ېس په عراق کې دامرېکا د قواو قومانده په غاړه واخېستله هغه د ېاغېانو ضد عملېاتو څارنه هم کوله او پردى سر بېره ېې په عراق کى دامرېکا دعسکرو دزېاتېدو لارښوونه هم کوله.

هغه د ٢٠٠٧ مېلادى کال په فبرورى کې په عراق کې قوماندان شو. اوس به هغه دامرېکا د پراخه مرکزى قوماندى چې افغانستان اوعراق په کې شامل دى مشر وى .

XS
SM
MD
LG