په افغانستان کې د ناټو ځواکونه وایې چې د هیواد په ختیځ کې د یو برید وروسته ددوی یو عسکر وژل شوي دی.
ناټو ددی عسکر چې نن پنجشنبې وژل
شوی، هویت څرگند نه کړ خو په ختیځ کې اکثره پوځي ماموریت د امریکایې عسکرو په غاړه
دی.
تیره ورځ هم د هیواد په ختیځ کې د څلورو بهرنیو عسکرو د وژل کیدو خبر ورکړل
شوی و.
تیر کال په دیارلس ولایتونو کې د کوکنارو کښت صفر شوی و.
د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو سره د مبارزی د ۴٥٠ غونډ افسرانو نن په کابل کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل. دا ځانګړی غونډ چې اته سوه افسران او ساتنمنان لري، له تېرو دوو میاشتو راهېسې روزل کیږي.د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزی مرستیال جنرال داود داود وویل چې سږ کال په هلمند او نورو ولایتونو کې د کمپاین پر مهال د افسرانو د ښې روزنې اړتیا احساس شوه.
هغه زیاته کړه چې په کابل کې دامریکا سفارت ددغه غونډ د روزنې مالیي مرسته ورکړې.