د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیايي پوځیان: په اورزگان کې مو د خپلې دفاع لپاره ډزې وکړې


استرالیايي پوځیان وايي، د ارزگان په ولایت کې یې یوازې د خپلې دفاع لپاره ډزې کړي چې په نتیجه کې یې د جمهور رئیس حامد کرزي یو نږدې ملگری ووژل شو.

پوځ نن په یوې خبرپاڼه کې وویل د پنجشنبې په ورځ د ارزگان په ولایت کې ناپیژندل شویو کسانو ورباندې حمله وکړه چې وروسته دوی په ځوابي ډزو لاس پورې کړ.

استرالیايي پوځیان وايي، افغان پولیس په سیمه کې موجود وو او د ډزو په تبادله کې یو شمیر افغانان مړه او زخمي شوي دي.

خو قواوې وايي، په دې نه پوهیږي چې آیا د چورې ولسوال روزي خان بارکزی د دوی په ډزو کې وژل شوی دی.

روزي خان بارزکزی یو قومي مشر هم و او په دغه پیښه کې د هغه دوه محافظین هم وژل شوي دي. جمهور رئیس حامد کرزي ویلي، ولسوال روزي خان د بهرنیو عسکرو او افغان پوځیانو تر منځ سهواً لگېدلی دی.

ها خوا، د ناټو قواوې وايي، د کندهار په ولایت کې یې پر هغه موټر ډزې کړي چې د عسکرو د کاروان خوا ته تیز روان و او ونه درېده. دوی وايي، د ډزو په نتیجه کې په موټر کې سپور ملکي افغان وژل شوی دی.

د بهرنیو قواو په ډزو کې د افغان عسکرو او ملکیان پر وژل کېدو د افغانستان حکومت او خلک قهرېدلي دي.

د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گیټس په روانه اونۍ کې وویل، امریکايي عسکر باید نوره هڅه وکړي چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو مخه ونیسي.

گیټس د پنجشنبې په ورځ په لندن کې دا هم وویل چې د امریکا د دفاع وزارت په افغانستان کې د جگړې په اړه پر خپلې ستراتیژئ له سره غور کوي. هغه وویل چې د جگړې سراتیژي باید روانو شرایطو ته په پام سره په دوامدار ډول بدله شي.

XS
SM
MD
LG