د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د اسلام اباد د مریات په هوتل کی د چاودنی برید په کلکو الفاظو وغانده


د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د اسلام اباد د مرییات په هوتل کی د چاودنی برید چې د وروستي رپوټ له مخې پکی شپیته تنه وژل شوی، په کلکو الفاظو وغانده.

هغه وویل ددې حملی ټاکل شوی نا سم وخت چی د روژې د مبارکې میاشتی په یو ویشتمه تر سره شوه، دا په ډاگه کوي چی دا تیروریستان اسلام ته هیڅ عقیده او درناوی نلري او هدف یی د بی کناهو خلکو د وینو تویول دي.

د برتانیی د بهرنیو چارو وزیر دیوید مېلېبن په کله وغندله. ښاغلی میلیبند وویل برتانیه دیته چمتو ده چی د پاکستان سره د تیروریزم په له منځه وړلو کې هر اړخیزې مرستی وکړي.

د دیموکرات گوند له خوا جمهوري ریاست چوکۍ ته کاندید، برک اوباما هم پدې پیښه کی د قربانیانو د کورنیو غړو سره د زړه خواخوږي څرگنده کړه.

د شنبې په ورځ په اسلام اباد کی د چادونی نه وروسته نن د پیښې د قربانیانو خپل خپلوان او دوستان د خپلو عزیزیانو په لټه کی د روغتونونو په لور ور وبهیدل.

د ژغورنې عمله وښودل شوه چی روغتون ته د ټپیانو د رسولو هڅی کوي. اکثر ټپیان د ښار عمومي لوی روغتون ته او ځینی نورد ساینس د انستیتیوت روغتون ته ورسول شول.

د وروستیو رپوټونو په اساس پدی پیښه کی د وژل شویو کسانو تازه شمیره دری پنځوس ښودل شویده.

XS
SM
MD
LG