د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې په لسګونو ځوانانو د یوه سولیز لاریون له لاری د جګړې د درېدو غوښتنه وکړه


د سولې د نړیوالې ورځې د نمانځلو په لړۍ کې نن په کابل کې په لسګونو ځوانانو او د پوهنتونونو محصلینو د یوه سولیز لاریون له لاری په افغانستان کې د جګړې د درېدو غوښتنه وکړه.

دغو ځوانانو چې له ځان سره د سولې شعارونه لېږدول د افغانستان پر حکومت، نړیوالو ځواکونو او وسلوالو مخالفینو غږ وکړ چې افغان وژنه دی نور پای ته ورسېږي.

دوی همدا ډول له نړیوالو ځواکونو وغوښتل چې د ملکي وګړو د وژنې نه دی ډډه وکړي او د عملیاتو پرمهال دی له دقت نه کار واخلي.

دا لاریون چې د ویښ ځوانانو د ټولنې له خوا په لار اچول شوی وو، له ملګرو ملتونو غوښته تر څو دوه زره او لسم کال د عدم تشدد د فلسفې د مخکښ مشر پاچا خان په نوم ونومول شي.

د ويښ ځوانانو د ټولنې مشر اسرار کریمزي اشنا تلویزیون ته وویل چې د سولې د ورځې په مناسبت یې په ګڼو بهرنیو هیوادونو او ولایتونو کې ورته لاریونونه ترسره کړي.

کریمزي وویل چې افغانان له روانې جګړی سخت ستړي شوي او له ټولو خواوو غواړي ترڅو نور په سوله کې ژوند وشي.

XS
SM
MD
LG