د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو طالبانو، افغان او نړیوالو قواوو موافقه وکړه چی د اوربند موافقه مراعات کړی


په افغانستان کی وسله والو طالبانو، افغان او نړیوالو قواوو نن موافقه وکړه چی د ملگرو ملتونو د سولی د نړیوالی ورځی په مناسبت به اوربند مراعات کړی.

د دی ورځی په مناسبت ملگرو ملتونو د پولیو یا د ماشومانو د گزڼ پرخلاف د واکسین ورکولو دری ورځنی کمپین پیل کړی دی چی د افغانستان په شپږو جنوبی ولایاتو کی به ١.٨ ملیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړی.

د نړی د روغتیایی سازمانو یه ډبلیو ایچ اوو د اداری د پولیو د ورکولو د څانگی نطاقی وویل چی په افغانستان کی د تیری اونی د ډبلیو ایچ اوو د اداری د دوو ډاکترانو د وژلو سره سره به د پولیو پرخلاف د واکسین ورکولو کمپین ته ادامه ورکړی.

د دغو ډاکترانو دوژلو مسؤلت طالبانو په غاړه اخیستی دی.

د طالبانو یوه نطاق د جمعی په ورځ خبریالانو ته وویل چی د دوی اسلامی بنیادگیرا ډله د سولی د ورځی د نمانځنی ملانړ کوی.

ناتو ویلی چی د سولی د ورځی په مناسبت به تعرضی عملیات ونکړی.

XS
SM
MD
LG