د لاس رسي وړ اتصالات

په اسلام آباد کی خونړی چاودنه 'د القاعده او طالبانو کار و'


د پاکستان چارواکي وایي داسي ښکاري چې د شنبې د ورځې خونړی چاودنه د القاعده او طالبانو کار دی. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په چاودنه کې د دویم امریکایي د وژل کیدو خبر هم تائید کړ او په یوه خبري کنفرانس کې یې د چاودنې فلم هم وښود.

د امنیتي کامرې نه په اخیستل شوي فلم کې ښکاري چې یوه لاری راځي او د تلاشي د پوستې نه د تیریدو هڅه کوي. په ډیر قوت سره د امنیتي کمین سره لگیږي او هملته ودریږي. دغه عمومي دروازه د هوتل د ودانی نه شل متره فاصله لري.

پیره داران ورته منډه کوي خو په همدې وخت کې یوه وړه چاودنه کیږي چې پیره داران بیرته ترینه په شا کیږي. څو شیبې وروسته څو تنه پیره داران په موټر کې د لگیدلي اور د وژلو هڅې پیل کوي.

دا فلم همدلته پای ته رسیږي او داسي اټکل کیږی چې په همدې وخت کې ستره چاودنه وشوه.

د کورنیو چارو د وزارت چاوراکې رحمان ملک په اسلام اباد کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې دا د چاودیدونکو موادو له اړخه ډ پاکستان په تاریخ کې تر ټولو ستره چاودنه وه.

"شپږ سوه کلو چاودیدونکې مواد کارول شوي وو. د چاودنې نه جوړه شوي کنده ١٨ متره قطر لري او او متره ژوره ده. رحمان ملک زیاته کړه چې د اعلي کیفیت او پوځي چارو چاودیدونکې مواد کارول شوي وو."

د پاکستان صدر اعظم، سید یوسف رضا گیلاني، د اسلام اباد په یوه روغتون کې د ژوبلو کسانو پوښتنه وکړه او وروسته یې د خبریالانو سره په خبرو کې په اسلام اباد کې شوی خونړی برید د هیواد د ښمنانو کاروبللو.

گیلاني: " دا خلک په دې کار سره غواړي چې دیموکراسي بې ثباته کړې، د هیواد دیموکراتیک سیستم له منځه یوسي، هیواد بې ثباته کړې او اقتصاد مو له پښو وغورځوي."

بلخوا، په داسي حال کې چې تفتیشي ارگانونه د میریت هوټل په پاتي شوي ودانی کې خپلو تحقیقاتو ته ادامه ورکوي، ددې قوي امکان ښودل کیږي چې ددې چاودنې ترشا د طالبانو او القاعده لاس وو.

دې چاودنې په حکومت باندې په دې اسلامي هیواد کې د تاوتریخوالي د کمولو فشارونه لا ډیر کړل. زیاتره پاکستانیان په خپل هیواد کې د خونړي ناورین پړه د امریکا سره د ترهگرو د ځپلو په لړ کې د پاکستان د حکومت د همکاري په پالیسي اچوي.

په دې اړه د سوځلي هوټل لیدو ته راغلی یو کس وایي " اصلاً دوی یوازي د طالبانو له نوم نه کار اخلي. طالبان هیڅ نشته، هیڅ چرته هم نشته، هغوی لا پخوا ختم شوي دي. حکومت په دې پوهیږي چې ددې ترهگرو بریدونو ترشا د چا لاس دی."

د سیمې او امنیتي چارو پوهان وایي د تاوتریخوالي روان بهیر پاکستان په گونډو کولی شي.

طلعت: " پاکستان تر فشار لاندې دی چې اقتصاد او ثبات یې دواړه سخت زیانمن کړې دي. او اجتماعي ژوند یې خراب کړی دی. زه فکر نکوم چې حکومت یا هیواد دې ددې فشار د زغملو توان ولري. حکومت باید د وسله والو له فشاره راووځي او پاکستان د نورمال حالت پر لور بوځي."

که څه هم د پاکستان د جمهور رئیس اصف علي علي زرداري په گډون نوی دیموکراتیک حکومت د وسله والو سره د جنگیدو ژمنې کړې خو په خپله ستراتیژي کې د وسله والو سره خبرو اترو ته لومړیتوب ورکوي او جگړه د وروستی اقادم په توگه مني.

خو ددې ستراتیژي په مقابل کې امریکایي چارواکې وایي د سولې تړونونه یوازي طالبانو او القاعده د بیا منظمه کیدو وخت ورکوي چې په قبایلي سیمو کې ځای پر ځای شي او په افغانستان او لویدیځ باندې بریدونه طرحه کړې.

په دې اړه متقاعد جنرال طلعت مسعود وایي: " که طالبان خپلو کارونو ته ادامه ورکړې، زما په فکر کورنی جگړه به پیل شي. ځکه چې دا هم امکان نلري چې د هیواد ډیرې برخې دي د طالبانو په واک کې پاته شي او د حکومت په مقابل کې خپل نظام چلوي.

زه فکر کوم د پاکستان حکومت او اردو باید مهمه پریکړه وکړې په کلک هوډ سره په هیواد کې د واک ټینگولو او خپلواکي ساتلو اقدام وکړې. "

د اسلام اباد د میریټ په هوټل کې د خونړی بمي چاودنې نه وروسته د پاکستان حکومت وایي د هیواد په ټولو سترو ښارونو کې یې ټینگ امنیتي ترتیبات نیولي دي.

XS
SM
MD
LG