پاکستان وايي، د هندي سرحدي عسکرو نن د دوشنبې په ورځ په کشمیر کې د دوی پر خوا ډزې کړي او یو پاکستانی پکې وژل شوی دی.
د پاکستان د پوځ نطاق جگړن مراد خان وویل، پاکستاني عسکرو څو ځوابي فیرونه کړي دي.
هغه وویل د پیښې په باب یې د هند حکومت ته شکایت کړی دی.
تر اوسه د هند پوځ د پیښې په باب څه ندي ویلي. دواړو ملکونو په روان کال کې پر گډ سرحد باندې څو ځله جگړې کړي دي.
له بلې خوا، د هند د اوړیسا په ایالت کې چارواکي وايي چې سختو سیلابونو په دغه ایالت کې ١٧ تنه وژلي دي.