د لاس رسي وړ اتصالات

مولن: پاک – افغان سرحدي سیمې، د امریکا د نوي جمهور رئیس ستر مشکل


د امریکا وسله وال پوځ لوی درستیز، مایک مولن ویلي، د امریکا د راتلونکي جمهور رئیس په مخکې یوه مهمه ستونزه به د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمې وي.

سترجنرال مولن د دوشنبې په ورځ وویل، امریکا باید په دغه سیمه کې خپلې منابع په کار واچوي، کچیرې غواړي چې د القاعده پر رهبرئ فشار راوړي کوم چې گمان کیږي په همدې سیمه کې پټ دي.

د پاکستان حکومت په خپله خاوره کې د تندروانو پر هدفونو باندې د امریکا پر مشکوکو د توغندیو پر حملو انتقاد کړی دی.

د افغانستان د دفاع وزیر د دوشنبې په ورځ، پیشنهاد وکړ چې د افغاني، پاکستاني او د ایتلاف د عسکرو یوه مشترکه قوه دې جوړه شي او دغه قوه باید ددې صلاحیت ولري چې د سرحد په دواړو خواوو کې عملیات وکړي.

XS
SM
MD
LG