د لاس رسي وړ اتصالات

بوش د ملگرو ملتونو عمومي شورا ته خپله وروستۍ وینا وکړه


د امریکا جمهور رئیس جورج بوش ویلي، د افراطیت او تروریزم سره د مبارزې لپاره ملگرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو ته تر بل هر وخت عاجل ضرورت دی.

ښاغلي بوش دغه څرگندونې نن د سه شنبې په ورځ د ملگرو ملتونو عمومي شورا ته په خپلې وروستۍ بیانیې کې وکړې.

هغه وویل، په عراق او افغانستان کې د تروریستان سره په جگړه کې پرمختگ شوی دی او د سوریې او ایران په شمول یو څو هیوادونه لا تر اوسه د ترهگرئ ملاتړ کوي.

هغه وویل، د تروریستانو له ذهنیتونو سره باید مبارزه وشي او طالبانو ته باید اجازه ورنکړه شي چې په افغانستان کې بیا واک ته ورسیږي. ښاغلي بوش وویل، په عراق کې که څه هم جگړه سخته ده خو پرمختگ شوی دی.

جمهور رئیس بوش د گرجستان او روسیې تر منځ په معضله کې له گرجستان نه خپل ملاتړ اعلان کړ او له ملگرو ملتونو نه یې وغوښتل چې د شمالي کوریا او ایران د اتومي پروگرامونو له آمله باید پر دغو دوو ملکونو بندیزونه ولگول شي.

جمهور رئیس د نړۍ رهبرانو ته اطمنان ورکړ چې د ملک د مالي بحران د هوارولو لپاره جدي اقدامات کوي.

د ملگرو ملتونو سرمنشي بانک کيمون نن په نیویارک کې دغه غونډه پرانیسته او یوه اونۍ به دوام ولري.

XS
SM
MD
LG