د لاس رسي وړ اتصالات

ګیټس په افغانستان کې د قواوو د عاجلې پراختیا د منفي نتیجې خبرداری ورکړ


د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گیټس خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې په بیړه د امریکايي قواوو د شمیر زیاتول به منفي نتیجه ولري.

په داسې حال کې چې یوې اونۍ مخکې، د امریکا او ناټو عالي رتبه قومندانانو وویل چې په افغانستان کې لږ تر لږه ١٠ زرو اضافي عسکرو ته ضرورت لري.

ښاغلي گیټس نن د مشرانو جرگې د نظامي چارو کمیټې ته وویل چې په داسې ملک کې چې له بهرنیو قواوو په خلاف د مقامت تاریخ لري، په بیړه د قواوو زیاتول به بې نتیجې وي.

هغه وویل، ددې پر ځای متحده ایالات باید هر څومره ژر چې کیدای شي د افغانستان د ملي اردو روزنې ته توجه زیاته کړي.

گیټس همدارنگه وویل، د راتلونکي کال تر نیمايي پورې به کافي قواوې آماده نه وي چې افغانستان ته درې اضافي لواگانې ولیږل شي.

XS
SM
MD
LG