د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان یو قومی مشر د مخدره موادو د قاچاق په جرم محکوم شو


یوی امریکایی محکمې د افغانستان یو قومی مشر امریکا ته د پنځوس ملیون دالرو په ارزښت د مخدره موادو د قاچاق په جرم محکوم کړی دی.

د نیویارک په منهتن کی د امریکا سیمه اییز قضآیه هیات پرون د سه شنبې په روځ بشیر نورزی د مخدره موادو په قاچاق تورن وبللو.

هغه ته به د هغه دجرم سزا د جنوري په اومه واورل شي.

د دعوا امریکایی وکیلانو پر ښاغلی نورزي باندی تور واگاوه چی په افغانستان کی د طالبانو په همکارۍ چې په نولسوه نوي ایمه لسیزه کې په هغه هیواد کې واکن وو، د مخدره موادو د قاچاق پټه شبکه چلوله او عملیات یی پر مخ وړل.

XS
SM
MD
LG