د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه نوی عسکر او تجهیزات افغانستان ته استوی


د عامه مخالفت او په سیمه کې دفرانسوی عسکرو دتلفاتو سره سره ، دفرانسی پارلمان پرون رایه ورکړه او په افغانستان کې ئې دخپلو عسکرو دوره وغزوله. نوی عسکر او تجهیزات هم دغه هیواد ته استوی.

د پارلمان غړو د٢١٠ رایو په مقابل کې په ٣۴٣ رویو فیصله وکړه چې په افغانستان کې ئې دخپلو ‏(‎٢٦٠٠ ‏)‎ عسکرو د خدمت دوره اوږده کړه. د مشرانو جرگی چې‏(‎ یو.ایم.پی.‏)‎ په نامه حاکم گوند پکی اکثریت لری، دورځی اخرکې هم دغه اقدام منظور کړ.

دغه رایه په داسی وخت کې واچول شوه چې لږ تر لږه دوه زرو مظاهره چیان دهفتی په اخرکې په پاریس کې په افغانستان کې دخپلوعسکرو ددیره کیدوپه خلاف احتجاجی مظاهره کړی وه.

یاغی طالبانو تیره میاشت په افغانستان کې لس فرانسوی عسکر وژلی واو له هغې نه راپدی خوا په افغانستان کې دفرانسوی عسکرو په خلاف مخالفت زیات شو. دفرانسی حکومت دغه رپوټونه رد کړل چې وائې، په بشپړتوگه نه وو تیارشوی.

صدر اعظم فرانکویس فیلون پلانونه اعلان وکړ چې په ناارامه هیوادکې د فرانسوی عسکرو شمیر زیاتوی:

"فیلون وویل، حکومت به نه یوازی سل تنه نورعسکر ولیږی مگر هلیکپټری، بی پیلوټه الوتکی او نور تجهیزات هم ورته لیږی . فرانسه اوس د بین المللی قواو په اویازره کسیزه بین المللی قواکې چې په افغانستان کې وظیفه سرته رسوی، دری زره عسکر لری. "

د گاونډی المان په شمول داروپا په نورو ملکونو کې په افغانستان کې دعسکرو په پاتی کیدوباندی اوازونه پورته کیږی .

د شنبی په ورځ په برلن او سټوټ گارټ کې څه د پاسه پنځه زرو تنودهغو پلانونو په خلاف احتاجی مظاهره کړی وه چې وائې، په افغانستان کې دی دالمان د عسکرو دوره اوږده شی.

توقع ده چې دالمان پارلمان د اکټوبر په میاشت کې رایه ورکړی چې ایا په دغه هیواد کی دالمان دعسکرو شمیر له ‏(‎٣٥٠٠ ‏)‎ تنو نه ‏(‎۴٠٠٠ ‏)‎ زرو تنو ورجگ شی او که نه.

XS
SM
MD
LG