د موټر بم یوې چاودنې د سوریې په پایتخت دمشق کې ١٧ تنه وژلي او ١۴ نور یې زخمي کړي دي.
دغه چاودنه نن د شنبې په ورځ د هوايي میدان پر سرک چې د شعیه مسلمانانو د یوه معتبر زیارت پر لور ځي، د بیروبار نه په ډک یوه څلور لارې کي وشوه.
د سوریې حکومتي مقاماتو وویل، په دغه موټر کې ٢٠٠ کیلو گرامه چاودېدونکي مواد ځای پر ځای شوي وو.
عیني شاهدان وايي، د چاودنې له آمله تقریبا ٢٠ موټره تباه شوي او د شاوخوا ودانیو شیشې ماتې شوي دي.
د چاودنې د ځای څنگ ته د پولیسو حوزه ده. تر اوسه نده معلومه چې د حملې اصلي هدف همدغه حوزه وه خو په چاودنه کې اکثره ملکي خلک وژل شوي دي.
د سوریې د کورنیو چارو وزیر دا کار د تروریزم نامردانه عمل بللی دی. پولیس د پیښې په باب تحقیقات کوي.
د هند په پایتخت نوي ډیلي کې یوې چاودنې د گلانو د خرڅولو یو مارکیټ تباه کړی، یو ماشوم پکې وژل شوی او لږ تر لږه ۱۸ تنه پکې زخمي شوي دي.
د نوي ډیلي د پولیسو قومندان وای.کې دادوال وویل، عیني شاهدانو د مهراولي په مارکیټ کې دوه موټرسایکل سپاره لیدلي وو چې ډک پلاستیک یې د یوه دکان مخې ته پرېښوده. چاودنه هغه وخت وشوه چې یوه ماشوم هلک دغه پلاستیک پورته کړل.
چارواکي وايي، دغه چاودېدونکي مواد کمزوري و او په کور کې جوړ شوي وو.
پولیسو د پیښې ځای محاصره کړی او په دې باب یې تحقیقات پیل کړي دي.
دوه اونۍ مخکې د نوي ډیلي په څو مارکیټونو کې پرله پسې چاودنو ٢٢ تنه ووژل.