د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د پولیسو یوه وتلې افسره ووژل شوه


په کندهار کی عینی شاهدان وایی چی ناپیژندل شوو وسله والو د افغانستان د پولیسو یوه عالی رتبه صاحب منصبه او مهم شخصیت وویشته او ویی وژله.

ملالی کاکړ چی شپږ اولادونه تری پاتی شول، د یکشنبی په ورځ په یوی حملی کی ووژل شوه او زوی یی په دی حمله کی زخمی شوی دی.

ملالی کاکړ په نړیوالو مطبوعاتو کی ډیره پیژندل شوی وه او په ډیر جرءیت سره یی د افغانستان په داسی یو ولایت کی چی زیاتره پکی مردسالاری موجوده ده فعالیت کاوه.

بل پلو، د افغانستان د خارجه چارو وزیر، داکتر سپنتا په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل د افغانستان د لوړ رتبه دیپلومات عبدالخالق فراهی د خلاصؤن په اړه چې څو مودې د مخه د وسله والو له خوا د پیښور په ښار کې ېرغمل نیول شوی و، د پاکستان د امنیتي چارواکو جدي، قاطع او روښانې همکارۍ غوښتونکی دی.

همدارنگه د افغانستان خارجه وزیر نیویارک ته د جمهور رئیس حامد کرزي سفر ته چې د ملگرو ملتونو په عمومي دری شپیتمه اسامبله کی د گډون دپاره هلته تللی و هم اشاره وکړه او زیاته یی کړه چې ددې کنفرانس ترڅنگ جمهور رئیس کرزي د پاکستان، هالند صدر اعظمانو او د ملگرو ملتونو د عمومی منشي سره جلا وکتل.

XS
SM
MD
LG