د لاس رسي وړ اتصالات

په طرابلس کې د لبنان پر عسکرو د بم حمله شوېده


د لبنان په شمالي بندري ښار طرابلس کې د موټر بم یوې حملې چې هدف یې ظاهراً د لبنان پوځیان وو، د درې عسکرو په شمول پنځه تنه وژلي او ٢١ نور یې زخمي کړي دي.

چارواکي وايي له لرې نه کنترولېدونکې دغه چاودنه د عسکرو د یوه موټر څنگ ته شوې ده. چاودنه نن د دوشنبې په ورځ سهار په داسې وخت کې وشوه چې خلک خپلو کارونو ته روان وو. تر اوسه چا ددغې حملې مسولیت ندی اخیستی.

په طرابلس کې سني مفتي شېخ مالک اللشعار وايي، هغه کسان چې په دغو چاودنو کې لاس لري لبنانیان ندي او غواړي چې په ملک کې نفاق پیدا کړي.

دا په تیرو شپږو اونیو کې د لبنان پر عسکرو باندې دوهمه د بم حمله ده. د طرابلس په ښار کې د اگست په ١٣مه د یوه مسافر وړونکي بس څنگ ته چاودنه وشوه او لږ تر لږه ١٨ تنه پکې ووژل شول چې نهه تنه یې لبناني پوځیان وو.

XS
SM
MD
LG