د لاس رسي وړ اتصالات

په الجزایر کې د موټر بم چاودنې ٣ تنه وژلي


د الجزایر حکومتي مطبوعاتو خبر ورکړی، د پایتخت الجیرز ختیځ لور ته یوه ځانمرگي خپل موټر بم الوزولی او درې تنه یې وژلي دي.

دغه حمله نن د روژه ماتي پر وخت د بومردز په ایالات کې د دیلس ښارگوټي ته نږدې وشوه.

تر اوسه امنیتي چارواکو د پیښې په باب څه ندي ویلي. خو ځايي اوسیدونکي وايي، د حملې اصلي هدف د عسکرو او پولیسو یوه پوسته وه.

تر اوسه چا ددغې حملې مسولیت ندی اخیستی.

په دې وروستیو کلونو کې په شمالي افریقا کې د القاعده د ډلې یوې څانگې په الجزایر کې د څو حملو مسولیت اخیستی دی.

په المغرب کې د القاعده ډلې د تیرې میاشتې د هغه موټر بم د دریو حملو مسئولیت پر غاړه واخیسته چې تقریبا ٦٠ تنه پکې وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG