د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتېا کې د ناټو ېو عسکر وژل شوېدى


د افغانستان او ناټو چارواکى واېې چې د پکتېا په ولاېت کې دناټو ېو عسکر او ېو افغان پولېس په ېوه حمله کې وژل شوېدى.

د افغانستان مطبوعات او ځاېې چارواکى واېې چې پولېس په عسکرو باندى د ېوې لانجى په ترڅ کې د پولېسو په تاڼه کې ډزې وکړى.

عسکرو متقابلې ډزې وکړى او پولېس ېې وواژه. د عسکر ملېت لا تراوسه پورې ندى څرگند شوى. خو له رپوټونو نه داسى ښکارى چې دا به امرېکا ېې عسکر وى.

په ېوه بل رپوټ کې د افغانستان چارواکى واېې چې پرېوه افغان سېاستمدار باندى د برېد پروخت دهغو څلور ساتونکى ووژل شول.

چارواکى واېې چې ټوپک والاو د کندهار په ښار کې کو شش وکړ چې محمد هاشم تېره ېکشنبه ناوخته ووژنى. محمد هاشم په زابل کې د ولاېتى شورى مشر دى خو دى په خپله ندى زخمى شوى.

د مرگ ژوبلې په نورو پېښو کې د غزنى چارواکى واېې لږ تر لږه ېو ېاغى طالب اودرى نور کسان دنړېوالو قواوپه بمبارى کې وژل شوېدى.

همدارنگه په ختېځ افغانستان کې دناټو چارواکى واېې چې دناټو ېو عسکر دېکشنبى په ورځ د ېاغېانو په حمله کې ووژل شو. په دې برخه کې نو رتفصېلات ندى ورکړل شوى.

XS
SM
MD
LG