د لاس رسي وړ اتصالات

د هند په یوه درمسال کې ١٥٠ تنه تر پښو لاندې شوي او مړه شوي


د هند چارواکي وايي، د ملک په ختیځه برخه کې په یوه درمسال کې نن د سه شنبې په ورځ د گڼې گوڼې له آمله خلک تر پښو لاندې شوي او تقریبا ١٥٠ تنه وژل شوي دي.

چارواکي وايي، د جدپور د ښار د چمونډا په درمسال کې په دغه پیښه کې ډیر خلک زخمي شوي دي دي. په زرگونو هندوان د خپلې یوې مذهبي ورځې د لمانځلو په مناسبت د غره د څنگ په دغه درمسال کې راټول شوي وو.

چارواکي وايي، دغه مرگانۍ پیښه هغه وخت وشوه چې ډیر خلک د غره پر یوې تنگې لارې راوښوېېدل.

د راجستان د ایالات والي وویل، د خلکو ددغه ناگهاني راښویېدو له آمله ډیر خلک تر پښو لاندې شول.

پر تلویزیون باندې د پیښه ځای ښودل کیږي چې خلک مړي او زخمیان امبولانسونو ته انتقالوي.

تیره میاشت د هند په شمال کې په یوه بل درمسال کې هم خلک تر پښو لاندې شوي وو او ١٥٠ تنه پکې وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG