د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان مبارزې ښځې


د گارډېن ورځپاڼې د سېپتمبر په ٣٠ مه د افغانستان د مبارزو او زړورو ښځو په باب ېوه مقاله لېکلى ده. په دغه مقاله کې دملالۍ کاکړ دوژنى او نور و هغو ښځو ېادونه شوېده چې د افغانستان په تارېخ اوکولتور کې نومونه ژوندى پاتې دى.

د برتانېې د گارډېن ورځپاڼى د ملالۍ کاکړ پر وژلو چې په دې اونې کې په کندهار کې ووژل شوه، د سپتمبر په دېرشمه تبصره کړېده. ورځپاڼه لېکى چې په کندهار کې دملگرو ملتونو ېوه چارواکى ووېل دملالۍ کاکړ وژنه نامردى وه.

ورځپاڼه لېکى چې په عام ډول په افغانستان کې ددوو وسله والو له خوانه د ېوې ښځې وژل نامردى اوبې زړه توب گڼل کېږى. خو ملالۍ کاکړ معمولى ښځه نه وه. هغه دپولېسو ېوه جگپوړه چارواکې وه اودرې تنه ېې په داسى حال کې وژلى وو چې ېوه ځان وژونکى حمله ېې شروع کوله.

کله چې مطبوعاتو هغه وخت ددې پېښى په هکله ترېنه پوښتنه وکړه نو هغې ووېل چې ددې په کار کې داسى پېښى هره ورځ کېږى.
د گارډېن ورځپاڼه لېکى چې طالبانو ددوشنبى په ورځ د ملالۍ کاکړ دوژلو مسوولېت په غاړه واخېست او وې وېل چې دوى له ډېر پخواراهېسى د هغې وژلو ته گواښېدل.

گارډېن لېکى دملالۍ کاکړ وژنه په حقېقت کى د ښځې او نرپه برابرى باندى اعتراف دى. هغوىدا ومنله چې له ېوې افغانې مېرمنى نه دېوه نارېنه په څېر خطرناک دښمن جوړېدلى سى. گارډېن لېکى چې دافغانستان په عنعناتو کې داشته ده چې ښځو په جگړو کې برخه اخېستى ده او توره او مېړانه ېې ښودلى ده. دهغو درناوى شوېدى او په کېسو کې ېې نومونه راغلى دى. دافغانانو تارېخ له داسى کېسونه ډک دى.


ورځپاڼه لېکى چې په ېوه المانى شعر کې دهغى ځوانې نجلۍ د زړورتېا ستاېنه شوېده چې وېل کېږى دنارېنه و جامې به ېې اغوستلى او پراس به سپرېدله او دېوه جنگېالى په څېر ېې ژوندکاوه. داسى رواېتونه شته دى چې هغى د بابر په وخت کې په شپاړسمه پېړى کې دهغه له لښکرو سره جگړه کړې وه.

پردې سر بېره په تارېخى کېسو کې د نازو انا نوم هم راغلى دى. گارډېن لېکى په کېسو کې راغلى دى چې هغې په ېوازې ځان په ېوه توره د زابل کلا په اتلسمه پېړى کې خوندى وساتله. گارډېن لېکى په ١٩ مه پېړى کې په تارېخ کې د اصلى ملالۍ چې دمېوند د ملالۍ په نامه شهرت لرى دتورې او زړورتېا ذکر کېږى او پر ملالۍ کاکړ هم دهمغې نوم اېښودل شوې و.

د مېوند د ملالۍ په هکله وېل کېږى چې هغې له خپل پړونى نه بېرغ جوړ که او دبرتانوېانو خلاف ېې هغه وخت په کامېاب بغاوت کې برخه اخېستى وه.
گارډېن لېکى چې په دې نېژدى لسېزو کې ېوې شپاړس کلنى نجلى ناهېد هم دمعاصرې ملالۍ لقب وگاټه. ورځپاڼه لېکى چې د ١٩٨٠ مېلادى کال په فبرورى کې ناهېد د ښوونځې له نورو نجونوسره چې د پوهنتون نجونىهم پکى وې په کابل کې مظاهره وکړه.

دا لومړى ځل و چې په کابل کې دکمونېستى رژېم د پوځ او پولېسو د وفادارى ازمېښت منځته راغى. سوال دا و چې حکومت به په بې وسلى نجونو باندى او نورو شاگردانو باندى ډزې وکړى او که نه ؟ ددغې پوښتنى ځواب په ډېر قوت سره هو، و.

د هغه وخت د شوروى هېلېکوپټرى د مظاهره چېانو پر سر گرځېدلى. او ورپسې ډېر ژر پرشاگردانو ډزې پېل شوې. ناهېد سمدلاسه پرزمکه وغورځېدله او همدارنگه دهغې نورې ملگرى هم ورسره ووژل شوى.

گارډېن لېکى هغه وخت د کابل خلک په دې کار ډېر سخت ارېان سول. دانو ډېره سخته او پخه نامردى وه. ناهېد ته دېوې قهرمانى لقب ورکړل سو او دمعاصرې ملالۍ په نامه ونومول شوه. د هغې مرگ ډېر دردوونکى و خو داېوه خبره ېې په ېقېنى ډول ثابته کړه چې دافغانستان په ښځوکې داسى زړورې او وطنپالې ښځې شته دى اوله خپل مرگ نه نه وېرېږى عېنا لکه څنگه چې په تارېخى کېسو کې راغلى دى.

گارډېن لېکى چې په ١٩٨٢ مېلادى کې دناهېد له مرگ نه ېو څوکاله وروسته ملالۍ کاکړپه پولېسو کې شامله شوه. په هغه وخت کې د افغانى ټولنى ېو شمېر کسانو هغه زړوره او وطنېپاله بلله. خو ېو شمېر نور و هغه خاېنه بلله ځکه چې د شوروى په ملاتړ ولاړ حکومت پلوى ېې کوله.

دهغې په برخه کې اوس هم د هغې له مرگ نه وروسته د نظرېاتو دغه اختلاف موجود دى.
گارډېن لېکى هغه وخت چې ملالۍ کاکړ دا پرېکړه وکړه چې په پولېسو کې ځان شامل کړى ېوه بله افغانه مېرمن چې بې بې عاېشه نومېدله دملالۍ د فېصلى خلاف ېې دا فېصله وکړه چې د حکومت خلاف وسله راپورته کړى او دخپل زوى بدل واخلى.

دهغې زوى مجاهد و او د شوروى ملاتړ کوونکى پوځ وژلى و. بې بې عاېشى دېوه رواېت له مخى د خپل زوى قاتل په خپلو لاسونو وواژه. تردې وروسته هغه د ملېشو قوماندانه سوه او د قوماندان کفتر په نامه ېې شهرت پېداکړ.

بې بې عاېشه له همغه وخت راهېسى چې تقرېبا درې لسېزې کېږى وسله وال فعالېت کاوه. گارډېن واېې قوماندان کفتر تقرېبا دهرچا په مقابل کې جگړه وکړله. هغې دشوروېانو، طالبانو او په دې نېژدى وخت کې د حآمد کرزى د رژېم خلاف هم جگړه وکړه. گارډېن لېکى چې هغه د ٢٠٠٨ مېلادى کال د جون په مېاشت کې ونېول شوه. هغه وخت ېې مطبوعاتو ته ووېل چې د وسلى داخېستلو لپاره ېې خپل غواېان خرڅ کړل.

گارډېن لېکى په بغلان کې اوس هم دهغې له نوم نه خلک وېرېږى اوغواړى چې په زندان کې وى. گارډېن لېکى سږکال د جولاى په مېاشت کې ېوه سړى چې خپل نوم ېې نه اخېست د وار اېنډ پېس انستېتېوت ته ېې ووېل چې کفترې د طالبانو له ېوه قوماندان ملا خدېداد سره چې په دې نېژدى وخت کې د بگرام له زندان نه وتښتېده لاس ېوکړېدى او له ېوه بل قوماندان سره په گډه د اپېنو دقاچاق محلى لارې کنترولوى.

خو گارډېن لېکى چې کفتره چې اوس هم په زندان کې ده دا ټول تورونه ردوى. خو هغه ېوتور په وېاړسره منى او واېې کله چې دې له طالبانو سره جگړه کوله هغه وخت ېې دوه زره کساتر قوماندى لاندى وو.

گارډېن په پاې کې لېکى چې طآلبانو ملالۍ کاکړ ځکه ووژله چې هغې د افغانستان د اوسنى حکومت چې نړېوالى وسله والې قواوې ېې ملاتړ کوى، لپاره کارکاوه.

خو ېو زېات شمېر افغانان هغه ېوه داسى وطنپاله بولى چې دخپلو هېوادوالو دامنېت لپاره ېې ځان قربان کړ.
گارډېن لېکى چې دافغانستان جمهوررئېس حامد کرزى ډېرژر دهغې وژل وغندل اوهغه ېې داسى ښځه وبلله چې دخپلو وطنوالو دخو ندى ساتلو لپاره ېې کار کاوه.

گارډېن په پاې کې لېکى چې دافغانى مېرمنو د زړورتېا روحېه د کمونېستانو. مجاهدېنو اوطالبا نونه ډېره لرغونى ده. ملالۍ مړه شوه خو دکومو مېرمنو روحېه چې هغې ېې نماېندگى کوله هغه به ژوندى پاتې وى.


XS
SM
MD
LG