د لاس رسي وړ اتصالات

د آسیا او اروپا اقتصادي مارکیټونو ته تشویشونه را پیدا دي


د آسیا او اروپا اقتصادي بازارونه نن د جمعې په ورځ په داسي حال کی ساړه وو چی د امریکا د متحده ایالاتو د اوږدې مودې اقتصادي خرابوالي له کبله تشویش او بد بیني را پیدا شوې ده.

د جاپان د نیکی د اسهامو بیه تقریبا دوه فیصده رالودلې وه او د هانگ کانگ د هانگ سینگ شاخص درې فیصده ټیټ شو . په مومبای ، سینگاپور او سیدني کی هم د اسهامو قیمتونه را ټیټ شوی دي.

په لندن ، پاریس او فرانکفورت کی مهم اروپایي شاخصونو ته ډیر کم تاوان رسیدلی و.

پانگه اچونکی په عمومي توگه په دې باب اندیښنه لری چی د امریکا د مالي سیسټم د ژغورلو د پاره به د ٧٠٠ ملیارډ ډالرو پلان منظوریدل په نړۍ وال اقتصاد باندی څه تاثیر ولری.

مگر د تیلو قیمت ثابت و او یو بیرل خام تیل نن په ٩۴ ډالره خرڅیدل. \

او له بلې خوا،داسي ښکاري چی د امریکا د مالي سیسټم د ژغورلو د پاره د ٧٠٠ ملیارډ ډالرو پلان به نن وروسته د ولسي جرگې له خوا منظور سی.

څو تنه جمهوري غوښتونکي او دیموکرات وکیلان چی د تیری دوشنبې په ورځ یې دې پلان ته منفي رایي ورکړی وې اوس وایی چی دوی به دا وار مثبتي رایی ورکړی.

د ولسی جرگې د اکثریت مشر سټیني هایر وویل چی دی فکر کوی ددې پلان د منظوریدو د پاره ښه امکانات موجود دي.

جمهوررئیس بوش شخصا په دې باب فعالیت کوی چی دا پلان دی منظور شی.

د تیري دوشنبې په ورځ کله چی دا پلان رد شو نو ورسره سم د ډاوجونز د اسهامو په قیمت کی ٧٧٨ پاینټه کموالی راغی چی پانگه اچونکو ته یې د یو ټریلیون یا زر ملیارډ ډالرو تاوانونه ورسول.

XS
SM
MD
LG