د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کی د یوه ځان مرگه د بم په حمله کی ښځی او ماشومان ووژل شول


په عراق کی امریکایی پوځونه وایی چی د یوه ځان مرگه د بم په حمله کی دری یاغیان ،دری ښځی او دری ماشومان ووژل شول.

د امریکا پوځ وایی چی د هغوی پوځونه نن له هغه وروسته تری حملی لاندی راغلل چی د موصول په ښار کی یوه کور ته ننوتل چی گمان کیده یو ترورست هلته پټ شوی و.چی په دی وخت کی ځان مرگی په ځان پوری تړلی منفجره مواد وچول.

د امریکا پوځ په یوه اعلامیه کی وویل چی په یوه حمله کی پنځه ترورستان،دری ښځیاو دری ماشومان ووژل شول ،یو بل ماشوم زخمی شو.

عسکرو وروسته په دی کور کی چاودیدونکی مواد او وسلی وموندل.

XS
SM
MD
LG