د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت تمدید کړ


د جرمني کابینې نن پریکړه وکړه چې په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت تر ١۴ میاشتو پورې غځوي. د جرمني عسکر به اوس د راتلونکي کال تر دسمبر پورې په افغانستان کې پاتې وي.

د جرمني کابینې همدارنگه پریکړه کړې چې افغانستان ته زر تنه اضافي عسکر لیږي چې په دې ډول په افغانستان کې د جرمني د عسکرو شمېر څلور زره او ٥٠٠ ته رسیږي.

د جرمني د حکومت دغه پرېکړه د هغه ملک د پارلمان تائید ته ضرورت لري.

د جرمني عسکر په افغانستان کې د آیساف په چوکاټ کې د ملک د شمال په نسبتاً آرامه سیمه کې د سوله ساتنې په ماموریت بوخت دي.

په جرمني کې د افغانستان له ماموریت سره مخالفت موجود دی.

له بلې خوا، ایتلافي قواوو نن د سه شنبې په ورځ په خپلې یوې خبرپاڼې کې ویلي چې عسکرو یې د زابل په ولایت کې ۴٣ جگړه ماران وژلي دي.

افغان او د ایتلاف عسکرو د یکشنبې په ورځ د زابل په مرکز د قلات په ولسوالۍ کې له جگړه مارانو سره جگړه وکړه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغان او د ایتلاف د عسکرو یوې گډې گزمې ته کمین نیول شوی و او پر عسکرو باندې د مختلفو لورو د ټوپکو او درنې وسلې ډزې وشوې.

ایتلافي قواوې وايي، پر جگړه مارانو یې د سپکو وسلو او راکټ ځوابي فیرونه کړي دي او وروسته یې د هوايي قوې ملاتړ وغوښته.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په حمله کې هیڅ افغان یا د ایتلاف عسکر ندی وژل شوی یا زخمي شوی.

XS
SM
MD
LG