د لاس رسي وړ اتصالات

په باجوړ کې افغان مهاجرو ته د وتلو امر شوی


د پاکستان مقاماتو افغان مهاجرو ته امر کړی چې ددغه ملک له قبایلي سیمو نه ووځي.

د پاکستان مقاماتو نن وویل چې افغان مهاجرین باید د باجوړ سیمه پریږدې او پر مهاجرو یې تور ولگاوه چې په دغه سیمه کې له جگړه مارانو سره لاس لري.

د پاکستان پوځ د څو اونیو راهیسې په باجوړ کې د افراطیانو په خلاف عملیات کوي او په دغو عملیاتو کې تر اوسه په زرگونو جگړه ماران وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکو نن وویل چې ۴٠ تنه افغان مهاجر یې نیولي او افغانستان ته به یې ستانه کړي. په باجوړ کې ډیر افغان مهاجر دوکانونه لري چې حکومت اوس د دوی کاروبارونه ور تړلي دي.

حکومت وايي، تر اوسه له دغه سیمې نه ٢٠ زره افغان خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

ملگري ملتونه وايي، په روان کال کې ٢٥٠ زره افغان مهاجر له پاکستان نه خپل هیواد ته ستانه شوي دي. ددغو مهاجرو د ستنېدو یو علت په پاکستان کې د امنیت خرابیدل بلل شوی دی.

XS
SM
MD
LG