د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت وايي له طالبانو سره یې خبرې ندي کړي


د افغانستان حکومت هغه رپوټونه رد کړي دي چې وايي، دوی د طالبانو سره مستقیمې یا د منځگړو له لارې خبرې کړي دي.

رپوټونه وايي چې د طالبانو استازو په تیر سپتمبر کې د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ د غړو په منځگړیتوب د افغانستان له حکومت سره خبرې کړي دي.

د افغانستان د جمهور رئیس ویاند همایون حمید زاده نن د سه شنبې په ورځ وویل چې هیڅ ډول خبرې ندي شوي.

حمید زاده وویل، که څه هم جمهور رئیس کرزي د سعودي پر پاچا غږ کړی چې ددغو خبرو لپاره زمینه برابره کړي خو تر اوسه دغه خبرې ندي شوي.

جمهور رئیس کرزي تیره اونۍ د کوچني اختر په لومړۍ ورځ وویل چې د سعودي له پاچا سره د تیرو دوو کلونو راهیسې په تماس کې دی او له هغه نه یې غوښتي چې د طالبانو سره د دوی د حکومت د خبرو منځگړیتوب وکړي.

XS
SM
MD
LG