د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا اقتصادي کړکیچ، پر نړیوالو اقتصادي بازارونه اغیز کړي


د امریکا اقتصادي کړکیچ نړیوال اقتصادي بازارونه اغیزمن کړي، ډېر هیوادونه هڅه کوي چې د خپلو اقتصادي سیسټمونو د خوندي ساتلو لپاره گامونه اوچت کړي.

د نیویارک د اسهامو بازار د نړۍ په گوټ گوټ کې په اقتصادي بازارونو اغیزه کوي. ټوله نړۍ له هغو ستونزو سره مخامخ ده چې امریکا ورسره مخامخ ده: بانکونه له مینځه ځي، او پورونه نه موندل کیږي.

په روسیې کې به حکومت بانکونو ته پورونه ورکړي چې په هیواد کې د پیسو د کموالي مخه ونیسي.

میدویدیف: "‎حکومت به بانکونو ته د لږ تر لږه پنځو کالونو لپاره ٩٥٠ ملیارده روبل پورونه ورکړي."

روسیه ائیس لنډ ته هم پور ورکوي چې د هغه هیواد اقتصاد ټینگ کړي.

د سه شنبې په ورځ د ائیس لنډ حکومت د خلکو د اندېښنو د مخنیوي لپاره د هیواد دویم لوی بانک په خپل لاس کې واخیست.

ایس لنډ پریزیډنټ: "‎هرڅه بند شوي. مونږ خپل اسهام نه شوای خرڅولای او نه مو له خپلو اکانټونو څخه خپلې پیسې را ایستلای شوای."

په جرمني کې د اوپل د موټرونو شرکت وروسته له هغه د درېو اونیو لپاره وتړل شو کله چې د موټرونو د اخیستو غوښتنه کمه شوه.

فرډینانډ: "‎هغه څه چې په امریکا کې وشوو هغه به د ټولې نړۍ اقتصادونه ډوب کړي. کله چې اقتصاد سوړ وي نو نه شي کیدای چې موټرونه زیات خرڅ شي."

په ټولو عربو هیوادونو کې د اسهامو بازارونه ولویدل. په مصر کې اسهام په دوو کالونو کې بې ساري ولویدل.

احمد سمیع: "‎نن مونږ هیڅ لوی سوداگر ونه لیدل هرڅوک په لوی تاوان ونډې خرڅوي."

په پیټرسن انسټیوټ کې ویلیم کلاین وايی کیدای شی بالاخره چین له روان اقتصادي کړکیچ څخه د یوه مخ کښ په حیث راووځي.

ویلیم کلاین: "‎که چیري د چین اقتصادي پرمختیا هم داسې روانه وي او د نورې نړۍ اقصادونه په ټپه ولاړ وي نو چین به نور هم ښه ښکاره شي. خو څرگنده نه ده چې هم داسې به وشي. د چین اقتصاد ډېر امریکا ته په صادراتو ولاړ دی‏."

اقتصاد پوهان د کړکیچ پای نه ویني. دوی وايي ددې له مخه چې اقتصادي بازارونه په پښو ودریږي، خلک باید په اسهامو او بانکونو باندې یو وار بیا باور وکړي.

XS
SM
MD
LG