د لاس رسي وړ اتصالات

چین د گوانتانامو په زندان کی د چیني بندیانو خوشي کیدل غوښتي دي


چین یو وار بیا غوښتي دي چی امریکا دي هغه ١٧ چینایي مسلمانان چی د گوانتانامو په زندان کی بندیان دي، ور وسپاري.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت نطاق کین گانگ نن د پنجشنبې په ورځ په بیجینگ کی خبریالانو ته وویل چی په دغو بندیانو باندی باید د چین قوانین تطبیق سی.

کین وویل چی دغه اوولس کسان د ختیځ ترکستان د اسلامی تحریک غړي دي چی دا تحریک د امریکا د تروریستي سازمانونو په لیست کی دی.

امریکایي مامورین دا تشویش لری چی دغو بندیانو ته به که چین ته وسپارل سی شکنجې ورکړه سی او ویلي یې دي چی هغوی دی کوم بل ملک ته وسپارل سی چی تر اوسه یې لا دا غوښتنه نه ده منل شوې.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت دغه نطاق وایی چی دغو بندیانو ته به شکنجه نه ورکول کیږی ځکه چی شکنجه ورکول د چین په قانون کی نه سته.

د بوش حکومت او د امریکا قضایي محکمې په دې باب سخت مخالفت سره لری چی دغه بندیان دي چی ټول د چین د یوغور د اقلیت دي، په امریکا کی آزاد سی که نه.

XS
SM
MD
LG