د لاس رسي وړ اتصالات

د روغې جوړې دپاره، د افغانستان حکومت او د طالبانو مشرانو خبرې؟


د نېشنل پوسټ ورځپاڼی لیکلی چی دی د افغانستان د حکومت او طالبانو د مشرانو ترمنځ د خبرو د کېدلو اوازه خپره سوه، خو هم د افغانستان حکومت او هم د طالبانو مشرانو وویل چی هغوی د روغی جوړي دپاره خبری نه دي سره کړي.

د دغو خبرو په باب لومړنۍ اشاره درې هفتې مخکی د فرانسې صدر اعظم فرانکویس فیلون په پارلمان کی هغه وخت وکړه چی ویل یې دی په افغانستان کی د خبرو له لاری د سولی د ټینگېدلو طرفدار دی.

ده وویل چی موږ باید بین المللی جهادیان له هغو کسانو څخه بېل کړو چی د خپلو ملی او یا قبایلی گټو دپاره جنگېږی. ښاغلي فیلون وویل د سعودی عربستان په څېر یو سني مذهبه هیواد دغه راز هلی ځلی کوی.

څو ورځی وروسته د طالبانو مشرانو او دافغانستان مقاماتو وویل چی د سولی خبری په هیڅ توگه نه دي سوي.

طالبانو په خپله کمپیوټری پاڼه کی دغه رپوټونه د د ښمنانو غلطی اوازې وبللې او وې ویل چی د دې مطلب د مسلمانانو ترمنځ د بې اتفاقی اچول دي.

مگر یوه ورځ وروسته د کوچني اختر په شپه جمهور ریس حامد کرزي خبریالانو ته وویل چی دی غواړي چی د طالبانو مشران بیرته خپل هیواد ته ستانه سی.

ده وویل "زما وروڼو، زما عزیزانو بیرته خپل وطن ته راسی، د سولي او دافغانستان د خلکو د ښېگڼو دپاره کار پیل کړی. نور د وینو تویولو او ورور وژلو څخه لاس واخلی."

ورځپاڼه وایی کرزی وروسته وویل چی دی د سعودی عربستان له شاهی کورنۍ څخه غواړي چی یاغی طالبان د سولی خبرو ته راولی.

ده وویل چی موږ هره ورځ د سولی د ټینگېدلو په منظور خبرو د پاره تیاری کوو. زموږ استازو څو ځله سعودی عربستان او پاکستان ته سفرونه کړي دي مگر خبری لا پیل سوي نه دي او تر اوسه پوری کومی نتیجې ته نه یو رسېدلي.

ورځپاڼه وایی اوس په عربی نړۍ کی اوازې گډی دي چی د سعودی عربستان پاچا عبدالله د سپټامبر په میاشت کی څلور ورځی د طالبانو له اگوه لس کسیز هیات او د افغانستان د حکومت له یوولس کسیز هیات سره کتلي دي.

په پاکستان کی د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف، چی په دغو خبرو کی یې برخه اخیستې وه، او ویل کېږی چی دوه کاله یې ددغو خبرو د پیل کېدلو دپاره هلی ځلی کړي دي، وایی چی دغه خبری باید د سولی مذاکرات ونه گڼل سی.ده وویل دا خبری په نهایت کی سړی یو ښه پیل بللای سی.

ورځپاڼه وایی طالبانو ویلي دي چی تر څو پوری په افغانستان کی خارجی پوځونه وي تر هغو پوري د سولی خبری نه س یکېدلای.

مخکی نا تایید سویو رپوټونو وویل چی د طالبانو استازي سعودی عربستان ته ورسېدل او خپل یوولس شرطونه یې ورسره وړي وه. په دې کی له افغانستان څخه د خارجی پوځونو وتل، په کابینه کی طالبانو ته مهمی چوکی ورکول او د اساسی قانون نوی کول شامل وه چی افغانستان به یو اسلامی دولت اعلانوي.

د نېشنل پوسټ ورځپاڼه د منځنی ختیځ د الشرق الاوسط د معتبری ورځپاڼی په حواله لیکی چی د سعودی عربستان د پاچا سره په دغو خبرو کی د طالبانو د مشر ملا محمد عمر نطاق محمد طیب اغا او د طالبانو د وزیرانو د شورا مرستیال مولوی عبدالکبیر برخه درلوده.

ورځپاڼه وایی چی د افغانستان د حکومت د هیات مشري د اولسی جرگې د مرستیال عارف نورزي پر غاړه وه.

او سپینی ماڼئ په دې وروستیو شپو ورځو کی امر کړی دی چی په افغانستان کی د متحده ایالاتو پر ستراتیژی او تاکتیک باندی له سره غور وکړی.

XS
SM
MD
LG