د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز : افغانستان د تزلزل په حال کې دی


د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼه و ایی چی د امریکا د استخباراتو د یوه لومړنی رپوټ نه دا نتیجه تر لاسه شوې چی افغانستان مخ په ځوړند روان دی.

ددغی ورځپاڼي د معلوماتو په اساس د استخباراتو په دې سري رپوټ کی ویل شوي دي چی په کابل کی د افغانستان مرکزي حکومت ددې توان او قابلیت نه لری چی د طالبانو سره چی د ٢٠٠١ کال را په دې خوا چی د امریکا په مشري قواو را وپرځول ، قوی شوي دي ، وجنگیږي.

یاغي طالبان د پاکستان په سرحدي سیمو کی د غرونو نه چی په کی یې ځانته پټ ځایونه جوړ کړي دي، په افغانستان باندی حملې کوی.

رپوټ وایی چی د طالبانو سره په مقابله کی د حامدکرزي د حکومت د کمزورۍ اصلي علت په هغه ملک کی د رسمی مامورینو له خوا ډیره زیاته رشوتخوری ده .

په رپوټ کی دا هم ویل شوي دي چی د هیروئینو په قاچاق او تجارت کی زیاتولی هم د هغه ملک په بې ثباتۍ باندی زیات تاثیر کړی دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایی چی دا رپوټ د امریکا د ملی استخباراتو د ادارې یو رسمی سند دی چی د امریکا د ټولو ١٦ استخباراتی ادارو نظر منعکسوي.

ددې مقدماتي رپوټ وروستی متن به د نومبر په میاشت کی د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو نه وروسته خپور شی.

XS
SM
MD
LG