د لاس رسي وړ اتصالات

په اسلام آباد کی، بم په یوه چاودنه کی، اووه تنه زخمي شو


په پاکستان کی امنیتي قواو وویل چی نن د پنجشنبې په ورځ د بم په یوه چاودنه کی چی گمان کیږی یوه ځان مرگه په اسلام اباد کی د پولیسو یوې ودانۍ ته وکړه، اووه تنه زخمي شوي دي.

چارواکي وایی چی دا ودانۍ د پولیسو د سټیشن یوه برخه ده.

د پاکستان په پایتخت کی د تیري میاشتی راهیسی چی په یوه لوکس هوټل کی د لارۍ بم په چاودنه کی ٥٥ تنه ووژل سول، امنیت ټینگ شوی دی.

نن دا حمله په داسی حال کی وشوه چی پارلمان په اسلام آباد کی دوهمه استماعیه غونډه جوړه کړې وه او په هغې کی یې د القاعدې او طالبانو د خطرونو په باب د استخباراتو د ادارې له خوا معلومات واوریدل.

چارواکي وایی چی ددې خاصي غونډي هدف دا دی چی د حکومت سره مرسته وکړی چی د تروریستانو سره په جگړه کی قوی داخلي سترتیژي غوره کړی.

په عین حال کی د صوبه سرحد په نا ارامه سیمه کی جگړې نوري هم پسې زیاتی شوي دي.

مامورین وایی چی د سړک په غاړه د زندان یوه موټر ته بم وچاود ، لږ تر لږه اووه تنه یې ووژل.

د پاکستان اردو دا هم ویلي دي چی جنگي جیټ الوتکو یې د یاغیانو د پټیدو په ځایونو باندي بمباري کړې او یاغیانو ته یې زیات تلفات اړولی دي.

XS
SM
MD
LG