د لاس رسي وړ اتصالات

د مخدره موادو تولید او قاچاق د طالبانو د بیرته قوي کېدلو 'یو لوی علت دی'


په افغانستان کی د مخدره موادو د قاچاق او د دې ترڅنگ د حکومت او د مخالفینو ترمنځ د خبرو د پیل کېدلو اوازو د مطبوعاتو توجه ور اړولې ده او په دې لړ کی د ډالاس مارنینگ نیوز ورځپاڼه په خپله یوه سر مقاله کی لیکی چی د مخدره موادو تولید او قاچاق د طالبانو د بیرته قوي کېدلو یو لوی علت دی.

په کال ٢٠٠١ کی په شل زره ایکره مځکه کی کوکنار کرل کېدل او تېرکال په ۴٧٦ زره ایکره مځکه کی کوکنار کرل سوي دي.

اوس نو سړی اټکل کولای سي چی د مخدره موادود خرڅلاو د لاري به طالبانو، چی د القاعده د ډلي ساتنه کوی، څرنگه په میلیارډو ډالره ترلاسه کړي وي.

ورځپاڼه وایی بده خبره دا ده چی متحده ایالاتو ددغه حالت مخنیوی کولای سوای مگر ویې نه کړ. د ملگروملتونو مقاماتو څو کاله نارې ووهلې چی د شمال اتحاد مشران، چی د متحده ایالاتوو سره یې د طالبانو په ماتولو کی مرسته وکړه د مخدره موادو په قاچاق کی لوی لاس لری.

د شمال د اتحاد قوماندانانو خپلی وسلې پر مځکه ایښی دي او د جمهور ریس حامد کرزي په حکومت کی یې لویی چوکی نیولي دي مگر د مخدره موادو قاچاق ته یې دوام ورکړی دی.

ورځپاڼه وایی د دې ترڅنگ لا دا هم ویل کېږی چی پخپله د جمهور ریس حامد کرزي یو ورور هم د مخدره موادو په قاچاق کی لاس لری، خو جمهور ریس کرزي دا ادعاوي رد کړي دي.

مگر هغه څه چی څوک یې ردولای نه سي هغه دا خبره ده چی د مخدره موادو د قاچاق له لاری لاسته راغلي پیسې د یاغیانو لاسته ورځي او هره ورځ د متحده ایالاتو او د ایتلاف د قواو تلفات ورسره زیاتېږی.

د متحده ایالاتو بری اوس د مخدره موادو د قاچاق دمخنیوی سره تړلی دی.

ورځپاڼه وایی تر دې لا لویه ستونزه د افغانستان په حکومت کی د ډېری جگي سطحی اداری فساد او رشوت خوري ده، چی د ښاغلي کرزي د حکومت سره بین المللی ملاتړ کمزوری کوی. که ده په ریشتیا هم د خپل هیواد د ستونزو حلولو ته ملا تړلې وي نو باید چی اول یې له خپله کوره پیل کړي.

د بلی خوا د پیټزبورگ پوسټ ورځپاڼی د سه شنبې د ورځی په گڼی کی یو مضمون لیکلی دی او وایی چی دا ډېره ممکنه ښکاری چی د جمهور ریس حامد کرزي حکومت به سقوط وکړي او متحده ایالات او د ناټو متحدین به په څو میاشتو کی له هغه هیواد څخه را ووزی.

ورځپاڼه لیکی تېره هفته د هلمند په ولایت کی د برټانیې د قواو قوماندان برید جنرال کارلټن سمیت وویل چی پر طالبانو باندی قاطع بری چندانی احتمال نه لری.

ده وویل چی په وروستیو شپو ورځو کی د امرکیا او ناټو پروقواو باندی د طالبانو حملې زیاتي سوي او د هغوی تر کنټرول لاندی سیمه ورځ په ورځ پراخېږی. ده وویل د حل یوازینی لاره دا ده چی له طالبانو سره خبری وسي اود روغی جوړی یوه لاره پیدا سی.

ورځپاڼه لیکی پر طالبانو باندی د امریکا د تازه بمباریو په اثر ملکی خلکو ته ډېرزیات تلفات رسېدلي دي او دغو تلفاتو هم له خارجی قواو او هم د کرزي له حکومت سره د خلکو مخالفت زیات کړی دی. په بل عبارت متحده ایالات اوس د طالبانو په مقابل کی د کرزي له حکومت څخه ددفاع په کولو سره د هغه حکومت نور هم تباه کوي.

د دې ترڅنگ په پاکستان کی هم د طالبانو حملو زور اخیستی دی او داسی ښکاری چی د هغه هیواد له حکومت سره د امنیتی چارو دپاره د متحده ایالاتو په میلیاروډ ډالرو مرستی نتیجه نه وی ورکړې او د هغه هیواد حکومت هم مجبور دی چی د طالبانو سره خبرو ته کښېنی او د حل یوه لاره پیدا کړی.

ورځپاڼه وایی متحده ایالاتو په افغانستان کی هم غلطۍ وکړې او هم یې ښه کارونه وکړل، خو خبره دا ده چی اوس به څه کوی.

د امریکا لویه غلطی دا وه چی د شوروی اتحادله ماتی څخه وروسته یې په هغه هیواد کی میدان پرېښود او ځکه نو طالبانو او القاعده ته مېنه خالی پاته سوه. خو کله چی یې طالبان له قدرته وغورځول او د القاعده مشران یې له هیواده وایستل او یو ډیموکراټیک او منتخب حکومت یې جوړ کړ دا یې مثبته کارنامه وه.

مگر مخکی له دې چی په افغانستان کی حکومت پر پښو ودرېږی، د جمهور ریس بوش حکومت بیا افغانستان ته شا کړه او پر عراق باندی یې یرغل پیل کړ، او القاعده په افغانستان او پاکستان کی د سره منظم کېدلو فرصت پیدا کړ.

ورځپاڼه لیکی چی اوس باید څه وسي. که د جمهوری ریاست د کاندیدانو څخه پوښتنه وسی نو هم جمهوری غوښتونکی سناتور جان مکېن او هم ډیموکراټ سناتور بارک اوباما په افغانستان کی د امریکا د پوځیانو د زیاتولو طرفدار دی. مگر څونه پوځیان. دا خبره بالکل څرگنده ده چی امریکا محدود پوځیان لری.

ورځپاڼه وایی بهتره به داوي چی موږ له پاکستان، ښاغلي کرزي، ناټو، روسیې او چین څخه وغواړو چی د ټولو گوندونو یو کنفرانس جوړ کړي د افغانستان او پاکستان د جگړو دپای ته رسېدلو دپاره یو سیمه ایز حل پیدا کړی.

که څه هم چی دا کنفرانس به ډېر ژر نتیجه ورنه کړي خو د طالبانو لاسته د کابل د لوېدلو مخه به ونیسی او تر هغی خواشینونکي ایندې او لړزونکو صحنو به بهتر وي چی مبصرین یې د افغانستان او سیمی دپاره پېش بینی کوی.

XS
SM
MD
LG