د لاس رسي وړ اتصالات

ناتو وايي په افغانستان کی د مخدره موادو سره مبارزه کوي


ناتو د امریکا ددې غوښتني سره موافقه کړې چی وایی په افغانستان کی به د مخدره موادو په قاچاقبرانو باندی مستقیمي حملې کوی .

د ناتو یوه نطاق جېمز اپاتوریا نن د جمعې په ورځ دا اعلان وکړ . هغه وویل چی نړۍ والو قواو ته به اجازه ورکړه شی چی د افغان قواو سره یوځای د مخدره موادو د سوداگرو او کارخانو په مقابل کی چی یاغي د طالبانو مالي منابع تقویه کوی ، اقدامات وکړی . هغه وویل چی دا اقدامات باید د ټولو شاملو هیوادو له خوا تایید سی .

د امریکا ددفاع وزیر رابرټ گېټس د ناتو ددفاع وزیران را بللي وو چی په بوداپیست کی غونډه وکړی او په دې باب خبري وکړی چي په افغانستان کی د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي او د هیروئینو د کارخانو د له منځه وړلو د پار ه چی د طالبانو د پیسو چینې دي ، باید چی څه ډول اقدامات وکړی .

هغه ددې خبري سره مخالفت وښود چی د کوکنارو پراخ پټی دي واړول سی ځکه چی دا کار به افغان بزگر او کروند گر چی په دې پټیو باندی یې ژوند ولاړ دی ، ددوی دښمنان کړی .

د ناتو ځینو غړو لکه جرمني ددې مبارزې په مقابل کی ځانته ملحوظات ساتلي او ویلي یې دي چی دا مبارزه باید په خپله افغانان وکړی .

د ناتو په تخمین طالبان د اپیمو د تجارت نه په کال کی تقریبا ٨٠ ملیون ډالره تر لاسه کوی .

افغان مامورین وایی چی یه ځان مرگه بم چونکي د افغانستان په ختیځ کی د استخباراتو یو مامور وواژه .

محلی چارواکو وویل چی دا حمله نن د جمعې په ورځ د خوست په ولایت کی وسوه او په هغې کی دوه تنه زخمی شوي هم دي .

XS
SM
MD
LG