د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپاېې اتحاد مشران د اقتصادى ژغورنى په پلان باندى کار کوى


نن په پارېس کې د اروپاېې اتحاد مشران، د نړېوال بانک او نړېوال وجهى صندوق چارواکى په جلا ډول مجلسونه کوى چې د نړېوالو اقتصادى شخړو په مقابل کې خپل ځواب منظم کړى.

د فرانسى جمهور رئېس نېکولس سرکوزې نن د اروپاېې اتحآد د څوارلسو هېوادونو کوربه دى او په دې کې د برتانېې صدر اعظم گورډن براون هم شامل دى او نن په پارېس کې دغه مجلس روان دى.

هغوى دا پلان لرى چې دنړېوالو اقتصادى شخړو په مقابل کې خپل منظم پلان وړاندى کړى. رپوټ واېې چې داقتصادى بحران له امله بانکونه مشترېانو او نورو کاروبار موسسو ته بانکى اعتبار نشى ورکولى.

بل مجلس ې د نړېوال وجهى صندوق او نړېوال بانک د چارواکېو له خوانه په واشنگټن کې روان دى.

د فرانسى د مالېې وزېره کرېستېن لگاردې واېې د ژغورنى هغه اقتصادى پلان چې نن ېې په ترتېبولو باندى دمشرانو له خوانه په پارېس کې کار کېږى، دعملى کېدوله امله به ېې هېڅوک ماېوسه نشى.

کرېستېو لگاردې واېې ددې په نظر به دا پلان بالکل کافى وى. هغى په واشنگټن کې خبرېالانو ته داقتصادى ژغورنى ددغه پلان په برخه کې نور تفصېلات څرگند نکړل.

دامرېکا جمهور رئېس جورج بش د شنبى په ورځ په سپېنه ماڼى کې داوو سترو اقتصادى ځواکونو د مالېې له وزېرانو سره ملاقات وکړ. هغه د نړېوال وجهى صندوق په ېوه مجلس کې هم گډون وکړ.

ښاغلى بش ووېل چې نړۍ په اقتصادى جنجال کې په گډه راگېرده خو هغه ډاډ څرگند کړ چې دنړۍ ستر اقتصادى قدرتونه له دغو ستونزو او ازمېښتونو سره مقابله کولى شى.

د مصر د مالېې وزېر ېوسف بطروس غالى چې د نړېوال وجهى صندوق د اقتصادى پالېسۍ جوړولو د مدېره هېئت مشر ووېل چې نړېوال وجهى صندوق د اوو سترو اقتصادى قدرتونو هغه پلان تصدېقوى چې د نړۍ مالى نظام خوندى وساتى او له دې سره مرسته وکړى چې د نړى په بانکى نظام کې د بانکى اعتبار او پورونو ورکول بېره چالان شى.

که څه هم د ډاډگېرنې خبرى ډېرې کېږى خو رپوټ واېې چې نن د مصرد اسهامو دبازار مهم شاخص پنځه فېصده ټېټ شوى و. په همدى ډول په سېمه کې داسهامو په نورو مارکېټونو کې بېه لوېدلى وه.

د استرالېا حکومت نن اعلان وکړ چې دوى به په کورنېو بانکونو کې ټولى ذخېره شوى پېسى ددې لپاره بېمه کړى چې په مالى نظام بندى د خلکو ډاډ اوباور بېرته په خپل حال شى.

رپوټ واېې د روان اقتصادى بحران له امله ډېر بانکونه دېته لېوال ندى چې خلکو ته په پور پېسى ورکړى او ېاېې نورو بانکو نو ته ورکړى.

په دې لړ کې ېوشمېر اروپاېې حکومتوته او دامرېکا حکومت هغه اقدامات چټک کړېدى چې دهغو بانکونو واک او اختېار په خپل لاس کې واخلى چې د ډېروپورونو ورکولو او بېرته نه تادېې له امله مخ په زوړه روان دى او د ډوبېدو په حال کې دى.

خو دا کار دهغو هېوادونو خلکو ته چې حکومت ته مالېې ورکوى په غټ قېمت تمامېږى.

XS
SM
MD
LG