د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایې اتحادیې حکومتي مشرانو په تهران کې جوړشوي مذهبي کنفرانس کې گډون کړی و


د م م پخواني عمومي منشي کوفي عنان او یو شمیر نور پخواني جمهور رئیسان او د اروپایې اتحادیې حکومتي مشرانو د دوشنبې په ورځ په تهران کې جوړشوي مذهبي کنفرانس کې گډون کړی و.

په دغه غونډه کې د بهرنیو جگپوړو تگ ایران ته په هغه هیواد کې د اصلا طلبو ایرانیانو چې پخواني جمهور رئیس محمد خاتمي پلوي کوي پام جلب کړې و.

خاتمي چې په وروستیو میاشتو کې یې د جمهور رئیس احمدي نژاد په اړه انتقادونو زور اخستی، تر کورني سخت فشار لاندې دی چې د جمهوري ریاست لپاره ځان کاندید کړي-خو هغه تر اوسه پریکړه نده کړی چې د احمدي نژاد په مقابل کې د جون میاشتې په انتخاباتو کې ودریږي که نه؟

XS
SM
MD
LG