د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ لوبډلې، فیجي، جرسي، تنزانیا، هانګ کانګ او ایتالیا ته ماتې ورکړه


د افغانستان د کرکټ پياوړی اتله لوبډله په افریقايي هېواد تنزانیا کې د کرکټ د ۲۰۱۱ کال د نړیوال کپ د غوراوي په څلورم پړاو کې تر اتلولۍ وروسته نن خپل هېواد افغانستان ته ستنه شوه.

د کابل هوايي ډګر ته د حکومت چارواکي او لسګونه د کرکټ مېنه وال ورغلي وو او د خپلې اتلې لوبډلې تود هرکلی یې وکړ.

د کرکټ د ملي لوبډلې پر کپټان او لوبغاړو ګلونه وشېندل شول او د اتڼ په بدرګه یې ستاینه وشوه.

د افغانستان د کرکټ د لوبډلې کپټان نوروز منګل اشنا تلویزیون ته وویل چې دی خپله خوښي هېڅ په کلمو نه شي څرګندولی.

د کرکټ اتله لوبډله له هوايي ډګر نه تر غازي لوبغالي پوری د چارواکو او مینه والو په ملګرتیا بدرګه شوه.

په غازي لوبغالي کې د المپیک د اداری له خوا ورته لویه غونډه ترتیب شوی وه چې ګڼو چارواکو پکې برخه اخېستې وه.

د کرکټ د ملي لوبډلې بهرني روزونکي کبیرخان وویل چې افغان لوبډله دومره پیاوړی ده چې د نړۍ له ډېرو لوبډلو سره یې نه شي پرتله کولئ، د کرکټ د لوبډلې د هرکلي په دی غونډه کې د خصوصي سکټور ځېنې شرکتونو د کرکټ له ملي لوبډلې سره د مرستو غږ هم وکړ.

د افغانستان د کرکټ لوبډلې په تنزانیا کې په پرلپسې توګه، فیجي، جرسي، تنزانیا، هانګ کانګ او ایتالیا ته ماتې ورکړه او پایلوبه یې هم له هانګ کانګ نه وګټله.

افغانستان اوس د کرکټ دنړیوالې شورا له خوا د نړیوال کپ غوراوي ته په درېیم پړاو کې ځای لري، چې د راتلونکي کال د جنوري په میاشت کې به په ارجنټاین کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG