د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت وايي، له طالبانو سره خبرو ته چمتو دی


د امریکا د دفاع وزیر وايي، ملک به یې بالاخره د افغانستان د حکومت هغه موقف تائید کړي چې غواړي له طالبانو سره خبرې وکړي.

د امریکا غږ راوي کهنه دلته په واشنگټن کې د سیاسي کارپوهانو سره په دې باب غږېدلی چې دغه څرگندونې به د افغانستان لپاره د امریکا په ستراتیژئ کې څه معنی ولري.

د طالبانو او د ناټو د عسکرو تر منځ جگړه دوام لري او ورسره د تلفاتو شمیر هم زیات شوی دی.

تیره اونۍ داسې خبرونه خپاره شول چې د امریکا د استخباراتو ادارې په خپل یوه رپوټ کې ویلي چې په افغانستان کې جگړه زیاتېدونکې ده.

جمهور رئیس حامد کرزي څو ورځې مخکې په کابل کې د خبرو پر وخت د طالبانو د مشر ملا محمد عمر په گډون د وسله والو مخالفینو وغوښتل چې وسله پر ځمکه کیږدي.

کرزي: ”ما څو ځله د طالبانو پر مشر ملا محمد عمر باندې غږ کړی او زه د طالبانو پر نورو غړو باندې غږ کوم چې دوی باید خپل هیواد ته راستانه شي او خپل ملک آباد کړي. دوی ته ښه راغلاست وایو”

د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گیټس ویلي دي، ملک به یې له طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو ملاتړ وکړي خو له القاعدې سره نه. د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان د چارو پخواني ماهر جان گسټریټ ته د گیټس دغه خبره د تعجب وړ نده.

گیټس: ”د متحده ایالاتو پالیسي تل همدا وه چې ټول افغانان باید په سیاسي پروسه کې برخه واخلي. د ملک په ساسي پریکړو کې برخه واخلي او ددغې نوي ډیموکراسئ د یوې برخې په توگه پاتې شي”

گیټس دا څرگندونې په داسې حال کې وکړې چې د امریکا د استخباراتو ادارې د افغانستان په باب له اندېښنو ډک رپوټ خپور کړی دی.

جان گسټریټ وايي: ”دا خبره چې د استخباراتو اداره یې کوي چې جگړه هغه شان پر مخ نه ځي چې موږ یې غواړو ددې خبرې ضرورت ښيي چې د پالیسئ پر ځینو برخو باید غور وشي او دغه وسله وال باید په یوه بهتر سیستم او یوه ډیموکراتیک سیستم کې را داخل کړل شي”

ښاغلي کرزي ویلي په دې برخه کې یې د له سعودي عربستان له پاچا پاچا عبدالله نه مرسته غوښتې او له هغه ملک نه یې غوښتنه کړې ده چې له طالبانو سره د دوی د برو منځگړیتوب وکړي.

داسې رپوټونه دي چې پاچا عبدالله هڅه کوي چې د طالبانو او افغان حکومت مشران د خبرو لپاره مکې معظمې ته دعوت وکړي. رپوټونه دا هم وايي چې ددغو خبرو لومړی پړاو له کوم پرمختگ یا پریکړې پرته تر سره شوی دی.

خو د منځني ختیځ د څیړنو په مرکز کې کارپوه ماروین واین بم وايي، دی دغو خبرو ته خوشبین ندی.

هغه وايي: ”د طالبانو واقعي مطلب دا دی چې په خبرو کې برخه واخلي خو کومې پرېکړې ته و نه رسیږي. دوی غواړي د سولې په خبرو کې له دوی سره مساویانه رفتار وشي.

دوی ته باید د یوه واک او حکومت په سترگه وکتل شي. هغه مشروعیت چې طالبان یې د سولې پدغو خبرو کې د گډون نه لاسته راوړي باعث کیږي چې طالبانو ته نور د جگړه مار یا تروریستي تنظیم په سترگه و نه کتل شي”

هایډ مولیک د امریکا د دفاع د وزارت په حربي پوهنتون کې استاد دی. دی وايي، طالبان د خپل قوت پر اساس د سولې په خبرو کې گډون کوي. خو په دوو یا دریو کلونو کې د کیدای شي پر خلکو باندې خپل سلطه له لاسه ورکړي. او بیا به دوی قادر نه وي چې د لازمي خدماتو د برابرولو لپاره خلکو ته وعدې ورکړي.

هایډر مولیک: ”ځینې وخت د دوی مالي منابع ددې ایجاب نه کوي. ځنیې وخت بیا هڅوونکي مسایل وي. او زه فکر کوم داسې یوه نقطې ته کیدای شي دوی ورسیږي چې نور یې څه له لاسه ونشي. خو که دوی مسایلو ته پراخ نظر ولري، نو پکار ده چې یوه تړون ته غاړه کیږي او مثبت نتایج تر لاسه کړي”

مولیک وايي، که د طالبانو او افغان حکومت تر منځ خبرې پیل شي نو القاعده به په دې منځ کې بایلونکې وي. دغه خبرې به طالبان له القاعده نه جلا کړي، حتی که خبرې کومې پریکړې ته هم و نه رسیږي.

XS
SM
MD
LG