د لاس رسي وړ اتصالات

کې ایدی: په افغانستان کې تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی


په افغانستان کې د ملگرو ملتونو لوړ رتبه استازی وائې، امنیت ورځ په ورځ خرابیږی او په داسی حال کې چې ترورستانو په خپلو عصری حملو کې زیاتوالی راوستی دی، گڼ شمیرملکیان وژل کیږی.

کې ایدی خبرداری ورکړیدی چې دتیروکلونودژموپه شان احتمال لری چې په سږگنی ژمی کې حملی بندی نشی.

کی ایدی د ملگرو ملتونو د امنبت شورا ته وویل، د دوه زره دویم کال نه راپدی خوا دروان کال دجولای او اگست په میاشتو کې په افغانستان کې دحملو شمیر زیات شویدی. هغه وویل، د تیر کال له همدی وخت نه څلویښت فیصده په حملو کې زیاتوالی راغلی دی.

هغه وویل، دطالبانو په مشری بغاوت دهیواد له جنوب او ختیځ نه نورو سیمو ته خپورشویدی، حملی اودملکیانو مرگ ژوبله زیاته شویده او همدغه راز دمرستوپه رسوونکو باندی حملی کیږی.

ښاغلئ ایدی وائې: "موږ ټول باید په یاد ولرو چې ددارنگه تلفاتو علت دیاغیانوحملی دی. په منظم ډول دحملوزیاتوالی دملکیانو مرگ ژوبله زیاته کړیده او دارنگه حملی باید په کلکه وغندل شی."

په ملگرو ملتونو کې د افغانستان استازی ‏ظاهر تنین ومنله چې ورځ په ورځ حالت خرابیږی.

ښاغلئ تنین: "د بین المللی ائتلاف دقواو اوپه همدی شان دافغانانودزیار اوزحمت سره سره اوس په دوه زره اتم کال کې داسی ښکاری چې تروریزم بیاهم مخ په زیاتیدو دی. طالبان ښونځی سیزی، دبیا ودانولو کارونه تباه کوی او ملکیان وژنی. دوی په سرکونو او د کابل په شاوخو سیمو باندی حملی کوی، بین المللی بشری مرستی دخنډونو سره مخامخ کوی. مخ په زیاتیدونکی توگه عادی خلک خپل هدف گرځوی."

په داسی حال کې چې زیاتی دارنگه وژنی یاغیانوکړیدی خو په افغانستان کې دائتلاف په قواو باندی انتقادونه کیږی چې په هوائې حملو کې ملکیان ئې وژلی دی.

په ملگرو ملتونو کې دامریکا سفیر زلمی خلیل زاد دامنیت شورا ته وویل، امریکا دملکیانو په وژلو باندی چې په تصادفی توگه وژل شویدی افسوس کوی او دغه موضوع سرسری نه گڼی.

ښاغلئ خلیل زاد: "موږ د افغانستان د حکومت سره خپل کوښښونه زیات کړیدی چې دعملیاتو په وخت کې په همکاری او ارتباط کې اصلاح راشی چې په راتلونکی وخت کې دپیښو مخه ونیول شی.

او زموږ مرکزی قوماندانی امریکائې عسکرو ته لارښونه کړیده چې د ملکی تلفاتو په مخنیوی کې اقدام وکړی او کله چې پیښه وشی هغه دی ومنی."

د ملگروملتونو استازی کی ایدی وویل، د افغانستان موضوع ژرنه حل کیږی او دامنیت په شورائې غږ وکړ چې په منابعو کې له سخاوت نه کار واخلی او همدغه راز په دغه هیواد کې د ملگرو ملتونو ماموریت په برخه کې.

XS
SM
MD
LG