د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا د انتخاباتو په هکله د دغه هېواد د خلکو مختلف احساسات او نظرېات


د امرېکا د انتخاباتو په هکله د دغه هېواد دخلکو مختلف احساسات او نظرېات وى او هغه لغات او الفاظ چې په انتخاباتو کې استعمالېږى هغه هر ېو تقرېبا ځانته کېسه او مانا لرى.

په امرېکا کې د جمهورى رېاست انتخابات د نومبر په څلورمه نېټه دى. موږ په دې وخت کې له ډېرو خلکو نه اورو چې ېو بل ته واېې د انتخاباتو په برخه کې ستاسى احساسات او انگېرنې څه ډول دى او څه نظر لرئ.

د عامه نظرېاتوپه سروې گانو کې له ډېرو امرېکا ېانو نه دا پوښتنه شوېده چې تاسى چاته راېې ورکوى ؟ څو ک واېې سناتور جان مکېن ته چې د جمهورى گوند له خوانه د جمهورى رېاست لپاره کاندېد دى، راېه ورکوم او څوک واېې چې سناتور براک اوباما ته راېه ورکوم چې د دېموکرات گوند له خوانه د جمهورى رېاست کاندېد دى.

ماهران واېې چې په امرېکا کې ېو څو داسى اېالتونه هم شته دى چې ددواړو کاندېدانو ملاتړ پکى تقرېبا ېو برابر دى. دغو اېالتونو ته سوېنگ سټېټس swing states ېا بدلېدونکي اېالتونه واېې.

ددى مانا داده چې هغوى د انتخاباتو په وخت کې په خپله خوښه هرې خواته درېدلى شى او خپلې راېې بدلولى شى.

دغو اېالتونو ته battleground states ېا د مبارزې دمېدان اېالتونه هم واېې.

ماهران واېې دوى په دې عقېده دى چې د جمهورى رېاست د انتخاباتو سرنوشت دهمدغوڅو اېالتونو په راېو باندى ټاکل کېدلى شى. په عنعنوى ډول دغه اصطلاح د اسونو د زغلولو په مسابقه کې هم استعمالېږى. خو اوس دانتخابى مبارزې دمېدانونو لپاره هم استعمالېږى.

بله اصطلاح د رنېنگ مېت running mate رنېنگ مېت هغه څوک دى چې د جمهورى رېاست د کاندېد له خوانه د جمهورى رېاست د مرستېا ل ېا مرستېالې په توگه وټاکل سى.

د سناتور جان مکېن رنېنگ مېت مېرمن سېره پېلېن ده. او د سناتور براک اوباما رنېنگ مېت سناتور جو باېډن دى. دا کلېمه د مرستېال مانا هم لرى خو په دغه خاص وخت کې.

له کاندېدى نه وروسته ورته واېس پرېزېډېنټ Vice President
واېې. ېوازې په انتخاباتو کې ورته رنېنېگ مېت ېا دانتخابىمبارزې ملگرى او انډېوال وېل کېږى. بله اصطلاخ د front-runner ده. فرنټ رنر هغه کاندېد ته واېې چې په انتخابى مبارزره کې تر نورو مخکى روان وى.

بله اصطلاح داده چې که چېرې دواړه کاندېدان په انتخاباتو کې برابر ملاتړ ولرى نو وېل کېږى چې دا داوړه سره برابر روان دى په انگرېزى کې ورته واېې چې running neck and neck. کله چې دانتخاباتو مسابقه خپل وروستى پړاو ته ورسېږى ، په انگرېزى ورته هوم سترېچ واېې. اوماناېې داده چې انتخابى مبارزه په خپل وروستى پړاو کې ده.

که ووېل سى چې The candidates are now on the campaign trail نو ددى مانا داده چې دوى په ټول هېواد کې په انتخابى مبارزه بوخت دى اوسفرونه کوى.

د امرېکا د جمهورى رېاست دانتخاباتو بله اصطلاح د stump speech په نامه ېادېږى. ددى مانا داده چې که ېو کاندېدهرچېرته روان وى او د خپلى خوښى د موضوع په باب مختلفو خلکو ته ېو ډول وېنا اوروى نو هغې ته stump speech واېې. د وېلېم سفاېر په نامه ېو لېکوال واېې چې دا اصطلاح دوه سوه کاله لرغونى ده.

هغه واېې ډېر کلونه پخوا کاندېدان دونى په کونده داورېدونکېو په مخکى درېدل او وېنا به ېې کوله.

د on the stump بله مانا دا ده چې ېوه وېنا ډېرو مختلفو اورېدونکېو ته واورول شى.

په ا نتخاباتوکې ېو بل ډول انتخابى مبارزه د گراس روټ کمپېن grassroots campaign په نامه ېادېږى. په دغه انتخابى مبارزه کې په هغو کسانو باندى تمرکز کېږى چې په ځاېې او محلى ټولنو کې وى.

په دغه مبارزه کې کاندېد له خلکو سره خبرى کوى او له هغوى نه د بسپنى پېسى د انتخاباتو د مصارفو لپاره راټولوى. په دې مبارزه کې د خپل گوند په غړېو کې هم چې په هغه ځاې کې اوسېږى که خاص وې او که عام هغه په ځان راماتوى.

د rank and file رنک اېنډ فاېل اصطلاح د صف ېا عامو خلکو په مانا استعمالېږى.

همدا اصطلاح په عسکرى نظام او د تجارت په اتحآدېو کې هم استعمالېږى. ددې مانا داده چې دېوې ډلې د مهمى برخى غړي، خو، منصبداران ېا مشران ېې نه وى په ځان رامات کړى شى.

ډېر خلک هېله من دى چې د جمهورى رېاست انتخابات عادلانه او منصفانه وى. خو په ېو شمېر انتخاباتو کې د مډ سلېنگنگ mudslinging اصطلاح ېا په خټو وېشتلو اصطلا ح استعمالېږى.

دلته د مډ سلېنگنگ مانا دانه وى چې ېو کاندېد بل کاندېد په خټو ولى اوېا خاورې ور بادوى. بلکه دهغه د شخصېت او ېا پالېسى په برخه کې منفى خبرى کوى، نه دا چى د ځان په هکله مثبت شېان وواېې.

په داسى حالت کې کاندېدان کوشش کوى چې دېو اوبل ښه نوم خراب کړى اوبد شېان ورته منسوب کړى. د خپل مخالف په هکله بې لارې کوونکى اعلانات وکړى.

دېته بله ورته اصطلاح په انتخاباتو کې سمېر کمپېن smear campaign ده.

د سمېر کمپېن مانا داده چې په انتخاباتوکې ېوکاندېد په بل پسى او ېاېې دانتخابى مبارزې ډله درواغ خپروى او ددى لپاره تهمتونه پرې لگوى چې خلک دهغه په شخصېت باندى بد گومانه سى او راېې ورنکړى.

د جمهورى رېاست انتخابات کله ناکله په داسى راېو وگټل سى چې ېو کاندېد له بل نه انتخابات په زښت ډېر اکثرېت باندى وگټى. دلته په امرېکا کې ورته landslide victory واېې.

خو په دې نېژدى وخت کې دانتخاباتو راېې اکثره ددواړو کاندېدانو ترمنځ ډېر ې سره نېژدى وى.
راځى دېته منتظر شو چې دنومبرپه څلورمه نېټه په امرېکا کې دانتخاباتو نتېجه څنگه کېږى.


XS
SM
MD
LG