د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالرحیم وردگ: هغه ترهگرو چې په عراق کې یې جگړه کوله اوس افغانستان ته متوجه شوي دي


د افغانستان د دفاع وزیر د سه شنبې په ورځ وویل چې په عراق کې د امریکا د اردو بریالیتوبونو روزل شوي او ماهر ترهگر مجبور کړل چې افغانستان ته مخه کړي.

جنرال عبدالرحیم وردگ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې هغه ترهگرو چې په عراق کې یې جگړه کوله اوس افغانستان ته متوجه شوي دي.

ښاغلي وردگ وویل چې په عراق کې د ائتلافي ځواکونو بریالیتوبونو او په گاونډیو هیوادونو کې یو شمیر مسایلو دا امکان رامنځ ته کړ چې د بهرنيو وسله والو شمیر په افغانستان کې زیات شي.

هغه دا هم وویل چې په دې کې شک نشته چې دغه وسله وال تر پخوا لا زیات په وسلو سمبال شوي، ښه روزل شوي او د هغوی ترمنځ هم اهنگي لا زیاته شوی ده.

بل پلو، افغان چارواکي وایې په روانه اونۍ کې د هلمند په مرکز باندې په دویم ځلي برید کې لږ تر لږه اتلس وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

دوی وایې وسله والو مخالفینو د سه شنبې په ورځ ناوخته د هلمند په مرکز لشکر گاه بریدونه وکړل.

او همدا شان وسله والو کسانو د ښار په شمالي څنډه کې د تلاشۍ په یو مرکز کې شپږ پولیس منصبداران وژلي دي.

XS
SM
MD
LG