د لاس رسي وړ اتصالات

په هېلمند کې 'اوېا طالبان په هواېې بمبارى کې وژل شوېدي'


د افغانستان د حکومت ېو چارواکى واېې چې د نړېوالو قواو الوتکېو پاکستان ته نېژدى سرحدى سېمه کې چې جنوب لورى ته پرته ده، د طالبانو د راغونډېدېو پر ېو ځاى بمبارى کړېده.

په دغه بمبارى کې ېې اوېا تنه افراطېان وژلى دى.

د هېلمند ولاېت ېو نطآق نن د چارشنبى په ورځ ووېل چې دا برېد د سها ر په شنه خړه د بارام چه په سېمه کې وشو.

د ناټو او امرېکا په مشرۍ اېتلافې قواو تر اوسه پورې په دې برېد باندى کومه تبصره نده کړې او نه ېې دا برېد تائېد کړېدى.

په هېلمند کې په جلا ډول په ېوه بل رپوټ کې وېل شوېدى چې لږ تر لږه اتلس طالبان هغه وخت ووژل شول چې هغوى په لشکرگاه باندى د سه شنبى په ورځ ناوخته حمله وکړه.

د سه شنبى په ورځ ناوخته د ملگرو ملتونو عالېرتبه استاځى په افغانستان کې ووېل چې په افغانستان کى بغاوت د هېواد له جنوب ختېځ نه نورو سېمو ته هم خپور شوېدى او په همدى سبب د مرستو پر مامورانو او ملکېانو باندى حملى شوېدى.

کاى اېډه د ملگرو ملتونو دامنېت شورى ته ووېل چې سږکال د جولاى او اگست په مېاشتو کې تر نورو کلونو نه د بغاوت د حملو شمېر زېات و.

بل پلو، د پاکستان دالتحاد دهواېې کرښې ېوه مسافر وړونکې الوتکه نن د پرواز په حالت کی وروسته د هغې د کراچئ د هوا ډگر په لوری راوگرځول شوه چه د الوتکې په تشناب کې ېوه مسافر ېو ېاداشت ومونده، او پری لېکل شو چه په الوتکه کی بم اېښودل شوی دی.

دا لوتکه د دوبئ نه اسلام اباد ته روانه وه او ېوسلو نوي مسافرېن په کی ناست ؤ. الوتکه بې له کومې حادثې په کراچئ کې راښکته شوه. د تلاشئ نه وروسته معلومه شوه چه بم په کی نه ؤ.





XS
SM
MD
LG