د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې ۴ مشکوک ترهگر نیول شوي


د متحده ایالاتو پوځ وايي، د عراق په شمالي ښار موصل کې یې څلور جگړه ماران نيولي دي.

چارواکو نن د پنجشنبې په ورځ وویل، په نیول شويو کسانو کې یو تن یې د القاعده د شبکې د هغه لوړ پوړې قومندان سره اړیکې درلودې چې تیره میاشت په موصل کې ووژل شو.

پوځ اعلان وکړو دوی اوس معلومه کړې چې ابو قصوه ره چې په ابوسارا مشهور و او د اکتوبر په پنځمه ووژل شو، په اصل کې د موراکو وو او په عراق کې د القاعده د شبکې مرستیال و.

ایتلافي قواوې وايي، د ابو سارا وژل کیدل به په عراق کې د القاعده شبکې ته د بې نظمئ باعث وگرځي.

XS
SM
MD
LG