د لاس رسي وړ اتصالات

په وزیرستان کی د امریکا بی پیلوټه الوتکی څلور کسان وژلی دی


د پاکستان په قبایلی سیمه جنوبی وزیرستان کی پاکستانی مامورین وایی چی د امریکا بی پیلوټه الوتکی په یو کور باندی د توغندېو ډزې کړیدی او څلور کسان په کی وژل شویدی.

دا تازه حمله د پاکستانی طالبانو د مهم مشر بیت الله مسېد په منطقه باندی شویده. دا منطقه د القایده او د طالبانو مهم مرکز یادیږی.

په دغه سېمه کې دوى دوی تنظیمږی او بیا په پاکستان او افغانستان کی حملی کوی.

بله خوا د سوات په سیمه کی پولیسو په مرکز اول د میزایل حمله شویده او بیا پری یو ځان مرگی د بارود نه ډک موټر ور وستئ چی د ځان سره یی درې عسکر او یو پولیس هم وژلی دی.

دا پیښی په داسی وخت کی شویدی چی اسلامی افراطیان او د پاکستان امنیتی قوی د یو بل سره په گڼو محاذونو مخامخ جنگیږی.

په چاودنه کی د شلو نه زیات کسان ژوبل شوی او نیزدی دوکانونو ته هم زیان رسیدلی دی.

XS
SM
MD
LG